د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني وايي، په هیواد کي د اقتصادي بحران د مخنیوي په موخه سترې بنسټزیزي پروژې پیل شوي او ډېر ژر به په دولتي ادارو او خصوصي سکتور کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.
سمنګاني زیاته کړه:« ځنې سترې پروژې پيل شوي دي. نورې پروژې به هم ډېر ژر پيل شي. انشاء الله په نږدې راتلونکې کې به زموږ د هېواد اقتصادي سرخ ښه وچلېږي. د ټولو لپاره به په دولتي او په ځانګړي ډول خصوصي سکتور کې کاري فرصتونه برابر شي.»
د اقتصادي چارو یو شمېرر شنونکي بیا د افغانستان روان اقتصادي ناورین اندېښمن کړي او وايي،که اسلاميامارت له نړیوالو سره تعامل ونه کړي او سترې پراختیايي پروژې پلې نه کړي، روان وضعیت به دا هېواد له اقتصادي سقوط سره مخ کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي:« د اسلامي امارت لپاره په اوسنیو شرایطو کې دا په کار ده،چې دوی باید تحل وکړي او بېرته پخواني حالت ته ونه ګرځي. د اوسني عصر او له نړۍ سره د وصل کېدو په خاطر باید له ځنې شیانو تېر شي،ترڅو نړۍ دوی پر رسمیت وپېژني او موږ له دې اقتصادي وضعیته ووځو. »
سوداګر هم په هېواد کي له اقتصادي بحران اندیښنه لري او زیاتوي،چې ورځ بلي ته د افغانانو د بیکارۍ کچه لوړیږي او له اسلامي امارته غواړي،چې په هېواد کي د اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره بانکي سیستم عادي حالت ته را وګرځوي.