Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د خوراکي توکو بیو کې کموالی راغلی 

د پکتیا اوسېدونکي: د روژې پيل سره د خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/04

د پکتیا مرکز ګردیز ښار یو شمیر اوسېدونکي نیوکه کوي،چې  د روژې مبارکې میاشتې په رارسیدو سره په بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې د تېر پرتله خورا لوړې شوي دي.

دوی اوړه،غوړي ، بوره او ځېنې نور خوراکي توکي هغه څه یادوي،چې هټیوالو یې له لامل پرته بیې لوړې کړي او ډېری خلک یې د اخېستلو توان لري .

د پکتیا یو تن اوسېدنکی وايي:« د یوې بورۍ اوړو بیه ۲۳۰۰ ته لوړه شوې. د هرڅه بیې یو په لسه پورته شوي،خو راښکته کېږي نه.» 

د پکتیا یو بل اوسېدنکی بیا وايي:« د توکو بیې یو په دوه پورته شوي دي،چې روژه راشي، د توکو بیې  نورې هم پورته کېږي او د هر شي بیې اوج ته رسیدلي دي.» 

د پکتیا یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، له یوې خوا کارونه نه شته او له بل لوري د توکو بیې دومره لوړې شوي،چې دوی یې د را نیولو توان نه لري. 

بلال سهار وختي د روزګار په هېله له کوره راوتلی خو وایي، ورځ تر نیمایي رسیدلی، خو په خبره یې تر اوسه پورې یې کار نه دی موندلی. 

بلال زیاته کړه:«   په دې روژه کې چې موږ ته کوم ډول سخت کار وي، کوو یې، د دې لپاره یې کوو، چې شپې ته خپلو اولادونو ته نفقه پیدا کړو. که موږ تږي يو،که وږي يو،که هر څه شی راباندې کېږي،موږ اړ یو،چې وې کړو. خو کار نه پیدا کېږي.»  

اخوا د ګردیز ښاروال شریف الهام هم مني،چې د روژې په را رسیدو سره هټیوالو د ځینو توکو بیې لوړي کړي خو په خبره یې، د کنټرول لپاره یې یوې کمیټې په کار پیل کړی دی. 

الهام زیاته کړه:«  رښتا هم د روژې له راتلو سره یو شمېر هټۍ والو  بیې لوړې کړي دي. د دې لپاره مو په قضایي جلسه کې یو کمیسیون ټاکلی دی، د  ولایت مقام په رهبرۍ کې،چې هغوی صنعت او تجارت ته اطاق تجارت ته محکمې ریاست ته او ښاروالۍ ته، دوی پر ګډه باندې کار کوي او انشاء الله کنټرول کوي یې.»

په وروستیو میاشتو کې د بېلابېلو لاملونو له امله په  بازارونو کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي دي،خو د روژې په پیل سره له لامل پرته د ځینو توکو په بیو کې لوړوالی راغلی دی  او خلک یې د کنټرول غوښتنه کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist