د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معین له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وايي، هڅه کېږي د بېلابېلو پلانونو پر بنسټ کرنه مکانیزه، د اوبو زېرمې غني، د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لوړ او د ځنګلونو وهلو او د وچکالۍ د زیاتو اغېزو مخنیوی وشي.
صدراعظم عثماني زیاتوي، په هېواد کې ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو باندې غنم کرل شوي او شاوخوا ۴.۵ ميليون ټنه غنم ترې لاسه شوي دي.
د عثماني په خبره، افغانستان په کال کې ۳ میلیون ټنه اضافي غنمو ته اړتیا لري او تمه شته چې هېواد په نږدې راتلونکي کې د غنمو له پلوه پر ځان بسيا شي. نوموړی زیاتوي، افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ غنم له ازبېکستان، قزاقستان، روسیې او ځينو نورو هېوادونو پوره کوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين مولوي صدراعظم عثماني وايي: « اوسمهال هېواد کې تقریبا ً ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکه باندې غنم کرل شوي چې له دې څخه به ۴.۵ میلیونه حاصلات راټول شي. افغانستان تر ۲.۵ میلیون ټنه نورو غنمو ته هم اړتیا لري. موږ د وچکالیو او ځینو نورو عواملو له امله ځان بسیاینې ته نه یو رسېدلي.»
عثماني د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي، د کوکنارو کښت د مخنیوي هڅو په لړ کې هڅه شوې چې له نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ افغان کروندګرو ته بدیل کښت برابر شي.
د هغه په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره د کوکنارو پر کښت، تولید او قاچاق له بندیز سره، په ټول هېواد کې ۳۰۰ زره جرېبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې.
مولوي صدراعظم عثماني په دې اړه وايي: « امارت هڅه کوي هر وزارت او په ځانګړې توګه کرنې وزارت ته زیانه بودیجه ورکړي، خو مالي محدودیتونه، د نړۍ بندیزونه او ستونزې شته، مګر له دې سره هم موږ کافي اندازه بودیجه په پام کې نیولې او تمه ده چې په واک کې راکړل شي.»
عثماني دغه راز د کرنۍ وزارت لپاره په روان کال کې تخصيص شوې پراختيايي بوديجه کافي نه بولي او د راتلونکي کال لپاره يې د زياتوالي غوښتنه کوي.
نوموړی زیاتوي، نړیوال بانک په تېرو دوه لسېزو کې د افغانستان په کرنې سکټور کې لسګونه پروژې تطبیق کړې، خو د اسلامي امارت په راتک سره یې ډېرې پروژې نیمه کاره پرېښودې. نوموړی غوښتنه کوي چې افغانستان کې دې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين وايي: « دوی په افغانستان کې د کرنې په برخه کې ډېرې پروژې لرلې، خو ګڼ شمېر یې نیمګړې پاتې دي. موږ له دوی سره اړیکه وکړه او تخنیکي ټیمونو مو بحثونه لرل. نړیوال بانک ډاډ راکړی چې دا پروژې به بشپړې کړي.»
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت معين د دې مرکې په یوه برخه کې وایي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته په ټول هېواد کې پر کروندګرو نږدې ۱۴۵ زره ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل شوي او د بدیل کښت په توګه ورکړل شوي دي.