د اسلامي امارت اوبو او برښنا وزارت وایي، په جرمني کې یې له مېشتو افغان پانګه والو سره یې کتلي او په افغانستان کې یې د لمریزې برېښنا په برخه کې په پانګونه خبرې کړي دي.
د یاد وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغو افغان پانګوالو د لمریزې برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی او په دې تړاو پر نورو ناستو او د ګډ کار په موخه د یوې کړنلارې پر برابرولو ټینګار شوی دی.
تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې وه.