د هلمندي کروندګرو زیات زحمت خو لږه گټه. هلمند چې د شمېرو له مخې په کې شاوخوا ۱۹۰ زره کسان په کرنه بوخت دي، ډېر شمېر یې د خپلو کروندو له حاصلاتو څخه خوښ نه دي.
دوی وایي، په دودیزه کرنه نه شي کولی په کښتونو باندې شوي لګښتونه پوره کړي.
کروندګر له حکومته غواړي چې د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې دي ورسره همکاري وکړي.
کروندګر عبدالرحیم وايي: «داسې تخمونه دې موږ ته راکړي چې د تریاکو ځای ونيسي؛ غنم ارزانه دي او زموږ لګښت نه پوره کوي.»
کروندګر عبدالله وايي: « موږ ښه تخمونه غواړو، داسې چې نړۍ کې ازمویل شوي وي او ښه حاصلات ورکوی.»
کروندګر عطالله وايي: « پیاز، جوار او نور دلته چې څه کرل کېږي، موږ ته ښه عاید نه لري. موږ له حکومت او نړیوالې ټولنې داسې اصلاح شوي تخمونه غواړو چې هم بزګرانو او هم خلکو ته ګټه ورسوي.»
بله خوا، د هلمندکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په توګه دوی هڅه کوي چې سلګونه کروندګرو ته د انارو باغونه جوړ کړي.
دوی همداراز په یاده برخه کې د زیاتو مرستو یادونه هم کوي او وايي، یوازې تېر کال یې شاوخوا ٧٠ زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.
د هلمند کرنې ریاست د پلان آمر شفیق الله مبین وايي: « زموږ د کرنې ریاست له خوا په ولسوالیو کې په زرګونه جریبه ځمکو د انارو باغونه جوړېږي. د دې کار سروې شوې او که خدای کول په وزارت کې له منظورۍ وروسته به د باغونو جوړول پيل شي.»
مسوولین د پوهاوي او کروندو د معیاري کولو په برخه کې کروندګرو ته له کرنې ریاست سره د مشورې سپارښتنه کوي.
د هلمند کرنې ریاست د پلان آمر په دې اړه وايي: « د کرنې ریاست له دوی غوښتنه کوي چې له موږ څخه مشوره واخلي. زموږ د ریاست او په ولسوالیو کې د مدیریتونو مسلکي کارکوونکي به دوی ته د کرکیلي دوران وروښيي. کله چې پر ځمکه په هر فصل کې یو ډول کرنه کېږي، دا ځمکه کمزورې کېږي او ښه حاصل نه شي ورکولی.»
د بې کیفیته کیمیاوي سرې او کرنیزو درملو نه شتوالی او په کرنیز سیسټم باندې سم نه پوهېدل، هغه نورې ستونزې دي د هلمند کروندګر ورسره لاس په ګرېوان دي.