د هرات د لرغونو منارونو ترمنځ په تېر شوي سړک د موټرو تګ راتګ له څو کلونو راهیسې بند و، خو دا سړک اوس یو ځل بیا د موتړو د تګ راتګ په وړاندې پرانستل شوی.
که څه هم د هرات اوسېدونکي د ټرافیکي ګڼه ګوڼې کمولو لپاره د دې سړک پرانستل ګټور بولي، خو دا ویره هم لري چې دا کار به دغو لرغونو منارو ته زیان ورسوي.
د تاریخي ابداتو ساتنې پلویان هم پر دې پرېکړې اندېښنه څرګندوي او وايي، د لویو او بار لېږدونکو لاریو د تګ راتګ له امله د ځمکې رېږدېدل به د هرات لرغونو منارونو ته زیان ورسوي او بنسټونه به یې کمزوري کړي.
د لرغونو اثارو د ساتنې کارپوه زلمی صفا وايي: « منارونه محافظت او مراقبت ته اړتیا لري او که چېرې د دوی ترمنځ بار لېږدونکي او درانه وسایط تګ راتګ وکړي، ښايي یو یا دوه کاله وروسته د پاتې څلورو منارونو د نړېدو لیدونکي شو.»
بله خوا، د ښار یو شمېر اوسېدونکي د دې لارې له خلاصېدو هرکلی کوي او وايي، دوی ته یې د تګ راتګ پرمهال اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
د هرات اوسېدونکی شېر اغا وايي: « د دې لارې په بندېدو سره موږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو، حتا پلی تګ مو هم نه شو کولی. اوس چې دا لاره خلاصه شوې، موږ ډېر خوښ یو.»
د هرات اوسېدونکی احمد وايي: « د دې لارې خلاصېدل ډېر شه شول، پخوا به خلک د منارو شاته له لرې لارې را تاوېدل.»
له دې ټولو سره، د هرات ځایي چارواکي بیا وایي، د لرغونو ابداتو ساتنې ته ژمن دي او دا لاره یې د ښاروالۍ د بهسازۍ پلان پر بنسټ پرانستې او یوازي به کوچني موټر له دې لاري تګ راتګ کوي.
د هرات ښاروالۍ د ښاري او سکټوري خدماتو آمر احمد ارشاد صافی وايي: « کوم مسوولیت چې د هرات ښاروالۍ ته سپارل شوی، د دې سړک اساسي جوړونه او اسفالټ دی. دا سړک له ملک دروازې څخه تر مولوي ټانګ پورې وصلېږي. د تاريخي اثارو د ستانې په موخه، د سړک دواړو غاړو ته فلزي کټاره هم نیول کېږي.»
د تاریخ پوهانو په باور، د هرات د منارونو ډېره برخه د سلطان غیاثالدین غوري او وروسته بیا د تیموري واکمن شاه رخ میرزا د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې ده.
د تېر حکومت پرمهال د منارونو ترمنځ تېر شوی سړک منارونو ته د زیان رسېدو له وېرې د ټرافیکو پرمخ تړل شوی و.