په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراخېدو ته په اشارې له روسیې څخه د تېلو او ګازو د واردولو په برخه کې د افغانستان لېوالتیا ښودلې.
ګل حسن حسن د روسیې له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د افغانستان په بانکي سیسټم د لګېدلو محدودیتونو لری کېدل به افغانستان هم د دی جوګه کړي چې روسیې ته تازه او وچه مېوه، غالۍ او نور توکي صادر کړي.
په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر گل حسن حسن وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې په پراخېدو دي. که چېرې یو شمېر ستونزې په تېره بیا د افغانستان په بانکي سیسټم لګول شوي محدودیتونه لرې شي، نو کابل به وکړای شي له روسیې څخه تېل، ګاز، صنعتي او کرنیز محصولات، خوراکي توکي، غوړي او نور وارد کړي.»
ګل حسن حسن دا هم ویلي چې په مسکو کې افغانستان سفارت هڅه کوي چې په مسکو کې د یوه نندارتون د پرانستلو له لارې افغان توکي نندارې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس له شته محدودیتونو سره د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، د روان لمریز کال په تېرو اتو میاشتو کې ۳۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
که څه هم د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه له ۱۹ پېړۍ پیل شوې او د پخواني شوروي اتحاد پر مهال یې د ملاتړ بڼه خپله کړه، خو اوس د دې سوداګرۍ تمرکز له روسیې څخه د تېلو، ګازو، غنمو، صنعتي او کرنیزو محصولاتو په واردولو دی، حال دا چې خپله روسیه بیا د انرژۍ او ټرانزیټ په پروژو کې لېوالتیا ښیي.
د اقتصادي چارو شنونکي د روسیې نړیوال دریځ ته په کتو د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري د افغانستان په ګټه بولي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ريښتیا وايي: « روسیه اوس د نړۍ له اقتصادي بندیزونو لاندې ده او دا افغانستان ته فرصت ورکوي چې له روسیې څخه نفي توکي وپېري. دغه کار سبب کېږي چې افغانستان ارزانه توکو ته لاسرسی ولري او په لږ وخت کې یې وارد کړي. زه هیله لرم روسیې سره د اړیکو پراختیا افغانستان ته یوځل بیا دا فرصت ورکړي چې د روسیې بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.»
خو د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ پراخولو په اړه دا بحثونه داسې مهال کېږي چې روسیه اوس مهال پر اوکراین له برید وروسته، تر سختو اقتصادي او سوداګریزو بندیزونو لاندې ده.
خو اوس پوښتنه دا ده چې د دغو بندیزونو په موجودیت کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د پراخولو امکان شته او که څنګه؟
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار وايي: « که زموږ بانکونه نه شي کولی چې هلته پیسې واستوي، موږ کولی شو له برتر سیسټم څخه کار واخلو. موږ پخوا هم له روسیې سره همداسې سیسټم درلود، مانا دا چې مال د مال په بدل کې ترې واخلو. موږ کولی شو خپل ګڼ توکي روسیې ته صادر کړو او په بدل کې یې له هغوی څخه نفت واخلو.»
شنونکي دا هم وايي، اوسنیو حالاتو ته په کتو افغانستان له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته اړ دی.
د دوی په خبره، پر روسیې د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د لګول شویو بندیزونو سربېره، له مسکو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول د افغانستان په ګټه دي، ځکه چې د دا ډول اړیکو پراخول له افغانستان سره د شته ستونزو په حل کې مرسته کوي.