Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هندو ورځپاڼه: هند له اسلامي امارت سره اړیکې پياوړې کوي

د هند د راتلونکي مالي کال بودجه کې له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره مرستې ډېرې کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/02

په داسې حال کې، چې د کابل او نوي دهلي اړیکې لا په ګرمیدو دي، هند غواړي له افغانستان سره د خپلو مرستو کچه، چې اوس مهال سل کروړه هندۍ کلداری دي، یو سل او پنځوسو کروړو ته لوړه کړي.
ځینو هندي رسنیو ویلي دي، چې هند د روان او راتلونکي کال لپاره له یوشمیر هېوادونو سره د نوي دهلي لخوا کیدونکې مرستې زیاتې کړي، چې افغانستان هم پکې شامل دی.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې نوی دهلي به دا مرستې د پراختیایی پروژو د پلې کولو له لارې ولګوي.
د انډین ایکسپریس په راپور کې راغلي:« هند په مرکزي بودجه کې له ګاونډیو هېوادونو سره د پراختیايي پروژو د پلې کولو په برخه کې خپلې مرستې بیا تنظیم کړي دي. په دې بودیجه کې د نیپال، افغانستان، بوتان او سریلانکا په څیر هیوادونو لپاره ځانګړې شوی بودیجې زیاتې کړي دي. له ګاونډیو سره د پراختیایی بودیجه کې له بنګلادیش سره کیدونکې مرسته کې کمې راوستل شوی دی او دا د سیمه ایزو لومړیتوبونو د ټاکلو بیا تنظیم نښه ده. د افغانستان لپاره په ځانګړو شویو ۱۰۰ کروړه هندۍ کلدارو مرسته یوسل او بنځوسو کروړو ته لوړه شوی ده. د نوي دهلي لخوا له افغانستان سره په کیدونکې مرسته کې دا زیاتوالی ښیي، چې نوی دهلی غواړي په افغانستان کې پراختیایی پروژې زیاتې کړي.»
د اسلامي امارت د بیا واکمنیدو نه مخکې هند په سیمه کې له افغانستان سره یو له مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه وو، چې په کلني ډول یی کابل سره پنځه سووه میلیونه ډالره مرسته کوله.
نوي دهلي له اسلامي امارت سره د اړیکو د رغولو وروسته یو ځلې بیا یی له افغانستان سره په بیلابیلو برخوکې خپلې مرستې له سره پیل کړې.
له اسلام اباد سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کولو وروسته کابل د بدیلو لارو په لته کې شو، چې د توقع په خلاف یی د هند په ګډون په سیمه او ګاونډ کې له نورو هېوادونو سره د سوداګرې او ټرانزیټ برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.
په دغه موده کې نوي دهلي له افغانستان سره له پنځوس زرو ټنو زیات د غنمو او همداراز دوه سووه پنځوس ټنه د درملو مرسته وکړه، څو له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د پرې کولو په پایله کې هره ممکنه تشه ډکه کړي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند د اقتصاد له پلوه هند د سیمې یو مهم هېواد بولي او وايي، چې د کابل او نوي دهلي ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې خورا مهمی دي.
ذبیح اله مجاهد له شمشاد ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې اوس مهال د کابل او نوي دهلي ترمنځ اړیکې له بل هروخت نه زیاتې پیاوړې شوي او دوی دا تمه لري، چې هند به له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلې مرستې لا زیاتې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« د هند د سیمې یو مهم هېواد چې په سیمه‌ییزو اړیکو کې یو تاثیر ګذاره هېواد دی بل له افغانانو سره یې په اقتصادي او بشري مرستو برخو کې ډېرې همکارۍ کړې دي، موږ غواړو چې دغه همکارۍ زیاتې شي او ډيپلوماټیکو فعالیتونو ته هم دروازه خلاصه شي.»
ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې هند تیر کال کابل کې خپل ډیپلوماټیک ماموریت د سفیر تر کچې لوړ کړ او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا بیلګه ده.
کابل او نوي دهلي ترمنځ دا اړیکې داسې مهال رغیدلی، چې بل لور ته د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترینګلتیا لور ته روانې وی، چې ان د دواړو لوریو ترمنځ د وسله والو نښتو او د ټولو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پری کولو سبب شوی.
اسلامي امارت له پاکستان څخه واردات او په ځانګړې ډول د درملو واردات بند اعلان کړل، چې اساسي علت یی د پاکستاني درملو ټیټ کیفیت وو.
نور جلال جلالي وویل، چې پر بدیلو سوداګریزو لارو کار کوي او هند چمتو دی چې افغانستان ته درمل صادر کړي او په دې برخه کې په ګډه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
له بل لوري د نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي، چې په اوسنیو شرایطو کې پداسې حال کې، چې افغانستان د ځینو نړیوالو بندیزونو ښکار دی، له هند سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا خورا مهمه ده.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پياوړې کوي او د اقتصادي همکاریو لپاره لاره هواروي او په اوږدمهال کې دغه همکارۍ د سیمه‌ییز ثبات او دوامداره اړیکو سبب کېږي.»
اکثره کارپوهان دا سپارښتنه کوي، چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان په بیلابیلو برخو کې له زیاتو ننګونو سره مخامخ دی او له دغو ننګونو څخه د وتلو یوازنۍ لار له هند او په سیمه او ګاونډ کې له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist