Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/29

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ملي تدارکاتو کمیسیون، د یو شمېر ولایتونو لپاره له ۲۰ زیاتې پراختیايي پروژې منظورې کړې.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، دا پروژې چې ټولیز ارزښت یې دوه نیم میلیارده افغانۍ کېږي، د سې شنبې په ورځ د ریاست لوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظورې شوې دي.

حمدالله فطرت زیاتوي، د ملي تدارکاتو کمیسیون په نوبتي غونډه کې د ۳۳ پروژو وړاندیز شوی و چې له ډلې یې له ۲۰ زیاتې پروژې منظورې او په پاتې نورو کې یو لړ بدلونونه راوستل شول.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «په منظور شویو پروژو کې د کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست ولایتونو د هوايي ډګرونو د ګمرکونو لپاره د سکنرونو اخستل، له ګردېز څخه تر خوست پورې د عمومي سړک ترمیم، د غزني او فراه ولایتونو د امنیه قوماندانیو لپاره د ودانیو جوړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د اوبو لګولو د تفصیلي ډیزاین او امکان سنجۍ مطالعات، د سرپل ولایت د سانچارک، سوزما قلعه او ګوسفندي ولسوالیو ته د برېښنا رسول، د کندوز ولایت په قلعه ذال، د هلمند په ګرشک، د پروان په شینوارو، د فراه په پرچمن، د خوست په لکڼو، د تخار په ورسج، د کاپیسا په اله سای، د کابل په شکردرې او د بدخشان ولایت په درایم ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول شامل دي.»

فطرت دغه راز زیاتوي، د ټولو منظور شویو پروژو لګښت د اسلامي امارت له داخلي بودیجې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د چارو یوشمېر شنونکي وایي، دا ډول پروژې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې اساسي رول لري او له افغان پانګه والو غواړي چې له حکومت سره په ګډه د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د حکومت له خوا پر سترو پروژو پانګونه د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز لري. په ځانګړې توګه د بې کارۍ کچې په ټیټولو کې چې زموږ ډېری هېوادوال ورسره مخامخ دي او له همدې امله بهر ته سفرونه کوي، د دغو سفرونو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي او حتا ژوند له لاسه ورکوي، د دغو بې کاریو په کچه ټیټولو او دغه راز د افغانستان په اقتصادي پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.»

له دې سره همهاله، د چارو یوشمېر نور شنونکي بیا وايي، د دا ډول پروژو پلي کول او په ټول ګټو پروژو کې د حکومت له لوري پانګونه کول، د کورنیو د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ، په هېواد کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته هم زمینه برابروي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « دا ډېرې مهمې زېربنايي پروژې دي او د افغانستان په اقتصادي پرمختګ، د خلکو لپاره د کاري زمینو برابرولو او نورو برخو کې مثبت اغېز لري. بله خبره دا ده چې دغې پروژې د افغانستان له خپلې بودیجې تمویلېږي، یانې دا چې د افغانستان خپلې پیسې د افغانستان پر رغولو لګول کېږي، نو له همدې امله به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ په موخه ځینې نورې پروژې هم عملي شوې چې یوه له هغو یې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه وه چې شاوخوا ۲۰ زره کورنیو ته برېښنا برابروي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist