Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د پاکستان صادراتو ارزښت په اړه شمېرې خپرې کړې چې په کې د تېر په پرتله له نيمايي ډېر کموالی تر سترګو کېږي.

دې بانک په یو راپور کې ویلي دي، چې د روان مالي کال په لومړنۍ نیمايي کې افغانستان ته د پاکستان صادراتو اندازه ۵۶ سلنه کمه شوی او لیکلي دي، چې په دې موده افغانستان ته د صادراتو ټول ارزښت ۲۱۹.۴ ميليون ډالرو ته رسیده.

ګرافیک: د پاکستان مرکزي بانک په راپور کې لیکل شوي: « د روان مالي کال په لومړنۍ نیمايي کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۶ سلنه کم شوي.په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټول ارزښت۲۱۹ میلونه او ۴۸۹ زره امریکايي ډالر و. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه د تېر میلادي کال په اکتوبر کې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو خواو ترمنځ له مرګونو نښتو وروسته ودرېده.»

پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ له بندېدو سره څه باندې ۱۲زره کانټينره توکي په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې اېسار پاتې دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې شمېرې هم ښيي، چې د لارو بندښت دوام له امله د افغانستان پرتله پاکستان ډېر زيانمن شوی او په مياشتنۍ توګه شاوخوا د ۲سوه ميليون ډالرو زيان ګالي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍګډې خونې ریيس خانجان الکوزی وايي: « دې کې شک نشته چې پاکستان له افغانستان سره لوي واردات او تجارتي کاروبار لري او د کال تقریبا له یو نیم میلیارده څخه تر دوه ملیارده ډالرو پورې موږ ته واردات لري او موږ شاوخوا ۸۰۰ میلیونه دوی ته صادرات لرو، د لارو بندېدو باندې دې کې شک نشته چې ټولو طرفونو ته زیان ورسېد اما پاکستان ته لوی زیان ورسېد او پاکستان هره میاشت ۲۰۰ میلیونه ډالر تاوان کوي.»

د شنونکي په باور، د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سودګریزو لارو تړل کېدو سیمه‌ییز اقتصاد، دواړو خواو سوداګرو او عامو خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غواړي، چې سوداګریز مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « پاکستان په دې هڅه کې دی چې وکولای شي بیا ځلې له افغانستان سره خبرې وکړي او له سوداګري پيل کړي خو دا هله شونې ده چې پاکستانیان د افغانستان حکومت ته قوي تضمین ورکړي چې په راتلونکې کې په هر دلیل لارې نه تړي او سوداګریزې ستونزې نه رامنځته کوي.»

حکومت له پاکستان سره د سوداګرۍ په اړه تازه څه نه دي ويلي، خو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر شاوخوا څلور میاشتې مخکې له افغان سوداګرو وغوښتل، چې د سوداګرۍلپاره د پاکستان بدیلونه پيدا کړي.
البته افغان لوري دا پریکړه وروسته له هغې وکړه، چې اسلام اباد د لارو د خلاصولو لپاره هیڅ اقدام ونکړ. اسلام اباد او ځینو کتونکو تر ډیره دا انګیرله، چې د لارو تړل ممکن د افغانستان اقتصاد زیانمن کړي، خو ددغو ټولو انګیرنو برخلاف د پاکستان اقتصادي زیان څو برابره زیات دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist