د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي سړې هوا او بې روزګارۍ ترڅنګ، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل هم دوی ته په لوی سرخوږي او اندېښنه بدل شوي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د بې روزګارۍ ستونزې ته په اشارې وايي، د هوا په سړېدو سره د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د دوی په خبره، د وریجو هرې ۲۴ کیلويي بورۍ په بیه کې تر زرو افغانیو زیاتوالی راغلی او دوی له حکومته غواړي چې په ښار کې د بیو د کنټرو ل او د احتکار مخنیوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
کابل ښاریان دغه راز غوښتنه کوي چې د سوداګرۍ د بدیلو لارو موندلو او د ارتزاقي موادو واردولو په برخه کې دی هم لازم ګامونه پورته شي.
د کابل ښار اوسېدونکی جمشېد وايي: « په ټرانزیټي مالونو او په هغو توکو د بیو اغېز زیات دی چې اوس له بدیلو لارو راځي. همدارنګه د هغو توکو نرخونو پورته شوي چې له پاکستان څخه راځي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد کمین وايي: « ځینې کسان د پېرلو وس لري او ځینې یې نه لري. اوس چې د پاکستان لارې وتړل شوې او د ایران په لارو کې هم څه ناڅه ستونزې شته، نو بیې ورسره لوړې شوې. له بلې خوا، خلک بې روزګاره دي او د پېرلو وس نه لري.»
له بلې خوا، په ښار کې یو شمېر دوکانداران هم د خوراکي توکو او په تېره بیا د وریجو او غوړیو د بیو لوړېدل تاییدوي.
دوی د دغو توکو د بیو لوړېدلو لاملونو ته په اشارې وايي، د ځینو سوداګریزو لارو تړل کېدو او په هېواد کې د خلکو مخ په زیاتېدونکو غوښتنو له امله د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.
دوی هم له حکومت غواړي چې د خوراکي توکو د واردولو لپاره دې کم لګښت لرونکې ټرانزیټي لارې پیدا کړي.
د خوراکي موادو پلورونکی عبدالحق وايي: « یوه بوجۍ وریجې له دې وړاندې ۲۲۰۰ افغانۍ وې، خو اوس په ۳۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي. هېڅ داسې څوک نه شته چې د یوې بوجۍ وریجې د پېرلو وس ولري. د یوې ۱۰ لېټره بشکې غوړیو بیه ۱۳۵۰ افغانۍ ده، خو وړاندې په ۹۵۰ افغانۍ وه.»
د خوراکي موادو پلورونکی حزب الله وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د لارو خلاصولو ته توجه وکړي، ترڅو توکي راشي او بیې یې ټیټې شي.»
اخوا د کابل ښاروالۍ چارواکي بیا د بیو کنټرول خبره کوي او وايي، دوی د ښار په ټولو سیمو کې نرخ پاڼې وېشلې دي او د ښاروالۍ ګرځند ټیمونه هم نه یوازې بیې کنټرولوي بلکې هڅه کوي چې د احتکار مخنیوې هم وکړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « زموږ په نرخ پاڼو کې د ټولو لومړنیو توکو بیې شاملې دي. هرڅوک چې له دې نرخ پاڼې سرغړونه کړي، کابل ښاروالي یې پر وړاندې درېږي. کابل ښاروالۍ د شکایتونو ۱۵۵ شمېره او نورې ارتباطي لارې د خلکو په واک کې شته دي او هېڅ هټۍوال حق نه لري له نرخ پاڼې سرغړونه وکړي. خو باید پام مو وي چې زموږ اکثریت مواد وارداتي دي، په نړۍ کې د ډالرو نرخ، ټرانزیټ او نور فکټورونه پرې اغېز لري.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، د اسلامي امارت حکومت د بدیلو لارو موندلو لپاره پراخې هڅې پیل کړې او بېلابېلې بدیلې لارې یې پیدا کړې. دا مهال له ځینو هېوادونو سره عملي سوداګري پيل شوې او هېواد ته هغه توکي را وارد شوي چې له دې وړاندې پاکستان څخه وارېدېدل.
هند، د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه، بنګله دېش او ترکیه هغه هېوادونه دي چې افغانستان ته یې د اړتیا وړ لومړنیو موادو صادرولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وښوده.