د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په اوکراین کې له مېشتو افغان سوداګرو غواړي،چې خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.
یاد خونه وايي،اوکراين کې له يو شمېر افغان سوداګرو سره په اړيکه کې دي او په افغانستان کې يې هغوی ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړی.
د افغان زده کړیالانو ترڅنګ ډېری افغانان اوکراین ته د کار لپاره تللي او ځینو یې هلته پانګونه کړې ده.
په اوکراین د روسیې په برید سره هلته د مېشتو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ او کارونه پر ټپه درېدلي دي.
پر اوکراین د روسیې له برید مخکې یاد هېواد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې سوداګري درلوده، چې اوس دغه بهیر درېدلی دی.