Skip to content
د نړیوال بانک له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې له افغانستان سره په دې سخت وضعیت کې د بشري مرستو په موخه یو میلیارد ډالر نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته ورکوي،تر څو په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وکړي.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، دا یو میلیارد ډالر د هغو مرستو له ډلې دي، چې په تېر کې یې له افغانستان سره ژمنه شوې وه،خو د نوي حکومت په راتګ سره یې ورکړه ځنډېدلې وه.
نړیوال بانک دغه پیسې ملګرو ملتونو ته ورکوي،تر څو په افغانستان کې له لوږې سره د مبارزې، روغتیایي سیستم د جوړېدو، وړتیاوو د ساتلو او اقتصادي ودې په موخه وکارول شي.