په جلالاباد ښار کې ۱۰ زرو کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو رسولو هڅې داسې مهال پيل شوې چې د نورو ولايتونو په څېر په دې ښار کې هم د اوبو کچه ټيټه شوې ده.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت وايي، د دې کار لپاره يې د ۱۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د برېښنا شبکې جوړولو پروژه پيل کړې چې په بشپړېدو سره به يې د ښاري اوبو اړوند ۱۴ واټر پمپونو ته ۶ کيلو ولټه برېښنا برابره شي.
د چارواکو په خبره، د برېښنا يادې شبکې له جوړېدو سره به په ښار کې کورونو ته د اوبو رسولو خدمتونه ۲۴ ساعته او لا متوازن شي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت رییس غلام رحمن کظیم وايي: « اوس به که خدای کولی زموږ خدمات د اړتیا له مخې ۲۴ ساعته وي او لس زره کورنیو ته به خدمات رسوو. دا پروسه تقریبا ً دوې میاشتې وخت نیسي او په دې کې له موږ سره تر ۵۰۰ تنو په کار بوخت دي.»
خو د جلالاباد اوسېدونکي ورځ تر بلې د غیرمعیاري سپټیک څاه ګانو زیاتېدل د دې لامل بولي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی کم او په بېلابېلو ناروغیو اخته شي. دوی غوښتنه کوي چې حکومت باید د دغو ستونزو هواري لپاره حل لارې پيدا کړي.
د ختیځ زون ښاري اوبو رسولو ریاست د ډیزاین انجینر رحمن ګل خاکسار وايي: « زموږ واټرپمپونه به دایمي برېښنا ولري او ورسره به خدمات هم تر ۲۰ ساعتونو پورې ورسېږي. له دې وړاندې موږ جنراټورونه چالانول او د زیات لګښت له امله مو نه شو کولی دایمي اوبه ورسوو. د دې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ لګښتونه کوم او د اوبو تولید څو چنده زیات شي.»
د جلالاباد اوسېدونکی شریفالله وايي: « د اوبو ستونزه باید حل شي او ټولو خلکو ته پاکې اوبه ورسول شي. بله خبره د سپټیک څاه ګانو ده. هر یو کور یو څاه لري او تر ځمکې لاندې اوبه یې چټلې او ناروغۍ زیاتې کړې دي. په دې اړه باید جدي پاملرنه وشي.»
چارواکي بيا ډاډ ورکوي چې د سپټيک څاه ګانو په معياري کولو سره، د فاضلابو د تصفیې مرکزونو جوړولو هڅه کوي، ترڅو د ځمکې لاندې اوبو د چټلېدو مخه ونیسي.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت رییس وايي:« موږ په ننګرهار کې د فاضلابو د تصفیه کولو په موخه د تصفیه خانې جوړولو لپاره د ۵۰ جریبه ځمکې غوښتنه کړې. زموږ وړاندیز د اسلامي امارت مشرتابه ته رسېدلی او له منظورۍ وروسته به موږ د تصفیه خانې جوړولو کار پيل کړو. له دې سره به زموږ د ښار فضا او ترځمکې لاندې اوبه پاک شي.»
جلال اباد د نفوسو له پلوه یو له ګڼ مېشتو ښارونو دی چې وروستیو کې يې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د محدود لاسرسي له امله شکايت کوي.
ښاریان د دې محدودیت لامل هلته د نفوسو زياتوالي ترڅنګ، د اوبو بشپړ مديريت نه شتوالی او د ژورو څاه ګانو کيندل بولي.