Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګرۍ وزارت: له نړۍ سره د افغانستان سوداګري نږدې ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

سوداګرۍ وزارت: له نړۍ سره د افغانستان سوداګري نږدې ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېر ميلادي کال کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه زياته شوې.

د دې وزارت د مسوولانو په خبره، له ستونزو او ننګونو سربېره د سوداګرۍ کچه زياته شوې او شاوخوا ۱۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، په ۲۰۲۵ کال د افغانستان د ټولې سوداګرۍ ارزښت ۱۳.۹۳۲ میلیارد د ډالره و چې له ډلې يې ۱.۸۰۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

اخوندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړې: « د ۲۰۲۵ کال په لړ کې د افغانستان سوداګري (صادرات او واردات) د لارو بندېدو، ننګونو او ستونزو له موجودیت سربېره منفي اغېز نه درلود بلکې د تېر کال په پرتله یې زیاتوالی درلود. زموږ د ټولې سوداګرۍ کچه ۱۳.۹۳۲ میلیارد ډالره وه چې له ډلې يې ۱.۸۰۷ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او ۱۲ میلیارده ۱۲۵ میلیون ډالره هم واردات ترسره شوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په خبره، افغانستان ډېری صادرات ګاونډو او د سیمې هېوادونه ته کړي او تر ډېره یې وچې او تازه مېوې او دغه راز کاني او کرنیز مواد صادر کړي دي.

اخوندزاده عبدالسلام جواد په دې اړه وايي: « د افغانستان تر ټولو ډېر صادرات هندوستان، پاکستان، ازبېکستان، متحده عربي امارات، قزاقستان، ایران، ترکیه، چین، عراق او تاجیکستان هېوادونو ته شوي. د افغانستان په اکثریت صادراتي توکو کې انځیر، ممیز، اینجه او د اینجې تخم، د ډبرو سکاره، پنبه، زڼي، پسته، بادام، زعفران، وچ زردالو، زیره، مڼې، انګور، روميان، مۍ، څښاک توکي، کاني ډبرې، غالۍ او ټغر، جلغوزي او انار  شامل وو.»

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان له ایران، عربي متحده اماراتو، پاکستان، هند، چین، ترکمنستان، ازبېکستان، روسیې، قزاقستان او مالیزیا څخه په لویه کچه واردات لرل چې ترډېره په کې د موټرو پرزې، ډيزل، پټرول، اوړه او غنم، برقي ماشینونه او د هغوی پرزې، طبعي ګاز، کتان، غوړي، سیمنټ، درمل، وریجې، بوره، لبنیات، سیګرېټ او د صنعتي فابریکو خام مواد شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist