د افغانستان مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې اصلاحات او ګڼې اسانتیاوې راوستي او دهېواد ټولو ګمروکونو ته یې متخصصین لېږلي دي.
حقمل ډاډه دی،چې په ګمرکونو کې د فساد کچه صفر ته راښکته شوې او د فساد عوامل یې هم پيدا کړي دي او اوس یې مخنیوی شوی دی.
حقمل زیاته کړه:«اسلامي امارت ګمروکونو ته زیاته توجو کړې او متخصص کسان یې لیږلي دي اود دې ترڅنګ په سیستم کي فسادو چي غیري حقیقي تعرفي به سوداګرو ته ورکولې او همدا عامل وو،چي سوداګرو به خپل اجناس په بل نوم تعرفې ورکولې.»
یو شمېر سوداګر چې د تیر حکومت پرمهال ګمرکونو کې له فساد ستړي شوي وو، هم مني،چې د ګمرکونو زیات عواید شخصي جېبونو ته تلل.
افغان سوداګر نجیب الله عرب وايي:« په تېر حکومت کي ګمرکونو کي فساد زیات وو او تر ډېره د حکومت مالیه شخصي جیبونو ته تلله. فساد د دې لامل شوی و،چي خلک کاروبار ونه کړي.»
د سوداګرۍ خونه وايي، په ګمرکونو کي د فساد کموالی به هغه سوداګر بېرته هېواد ته وهڅوي،چي د فساد له امله یې واردات نه کول او پانګه یې بهر اېستلې ده.
دمالیې وزارت وايي، په تیر حکومت کي د ګمرکونو زیاتي پیسې شخصي جیبونو ته تللې،خو د اصلاحاتو راوستو،د متخصصو کسانو ګومارنې او فساد مخنیوي پر ضد مبارزې سره په عوایدو کي زیاتوالی راغلی دی.