د اسلامي همکاریو سازمان غواړي،چې په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې ځانګړي استازي افغان بزګرانو ته د مالدارۍ، د عصري کرنیزو فارمونو جوړولو او ابو لګولو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو یې غوښتنه کړې،چې د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر لویو او وړو پروژو په پلې کولو کې همکاري وکړي.