Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جوزجان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

جوزجان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

دا نندارتون د جوزجان ولایت مرکز شبرغان کې پرانستل شوی او موخه یې د کورنیو تولیداتو وده، پراختیا او بازار موندنه ده.

بله خوا، د صنعت او ســــــــوداګرۍ وزارت چارواکي بیا وايي، په شبرغان کې د دې نندارتون د پرانیستلو مـــــوخه چې درې ورځې به پرانستی وي، له کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعتکارانو هڅونه ده. 

دوی زیاتوي، په دې نندارتون کې پانګوالو خپل کورني تولیدات، په ۶۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د نندارتون جوړوونکی مسعود حقمل وايي: « دا نندارتون په شبرغان ښار کې د ۳ ورځو لپاره په لار اچول شوی. په دې نندارتون کې د اوسپنې وېلي کولو فابریکو، د غذايي موادو تولیدوونکو فابریکو او د غالۍ اوبدلو فابریکو خپل محصولات نندارې ته اېښي او د هېواد له بېلابېلو ولایتونو صنعتکارانو په کې ګډون کړی.»

په ورته مهال، د جوزجان ولایت ځايي چارواکي هم د یاد نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ ښیي او له پانګوالو غواړي چې د بهرنیو هېوادونو په ځای دې په کور دننه پانګونه وکړي.  

چارواکي زیاتوي، په هېواد کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی او اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ودې او پانګوالو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د جوزجان والي قاري ګل حیدر شفق وايي: « موږ له تاسو سره هر ډول همکاریو ته چمتو یو؛ یو بل ته به لاس ورکوو او افغانستان به په اقتصادي لحاظ په حرکت راولو.»

د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي نیاز محمد تواب وايي: « هغه سهولتونه چې په جوزجان ولایت کې صنعتکارانو ته موجود دي، ښايي په بل ولایت کې موجود نه وي. موږ په جوزجان کې دومره برېښنا لرو چې بل یو ولایت یې هم نه لري؛ همدارنګه موږ د ګازو کافي امکانات لرو چې نور ولایتونه یې نه لري.»

له بلې خوا، یو شمېر پانګوالو چې خپل تولیدات یې په دې نندارتون کې وړاندې کړي، د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او هغو ته یې د بازار موندلو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول مهم بولي.

دوی له حکومته وغوښتل چې په راتلونکي کې هم د دا ډول نندارتونونو په جوړولو سره په کوردننه د تولیداتو څخه د ملاتړ او هغوی ته د بازار موندلو زمینه برابره کړي.

د نندارتون ګډونوال عبدالمبین وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ډېر ګټور دي. موږ تمه لرو چې دا ډول نندارتونونه هرکله هم جوړ شي.»

د نندارتون ګډونوال نجیب الله وايي: « د هېواد په داخل او بهر کې د دې ډول نندارتونونو جوړول د داخلي تولیداتو د ودې او دغه راز د ملي اقتصاد د ودې لپاره لپاره ډېر اړین دي.»

د نندارتون ګډونوال رحمت الله ایلچ وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې صنعتکاران حمایت کړي. له دې امله چې د افغانستان غالۍ په لاس اوبدل کېږي، هیله لرو چې وضع شوي مالیات کم شي.»

دا په داسې حال کې ده چې روان کال دا لومړی نندارتون دی چې جوزجان ولایت کې جوړېږي او ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو په برخه کې د ښځو لپاره هم نندارتون پرانستل شي.

کتونکي په دې باور دي چې د کورنیو تولیداتو په هڅونې او ملاتړ سره به دا ممکنه شي چې افغانستان لږترلږه د خوراکي توکو د تولیداتو له پلوه په ځان بسيا شي، خو حکومت باید د دغو تولیداتو د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist