د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړي څارونکي یا سیګار ادارې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د راپور له مخې لیکلي، روان کال به په افغانستان کې د بیکارۍ کچه ۲۹ سلنه زیاته شيؤچې د تیرو کلونو پرتله به دا ګراف دوه برابره زیات وي.
د سیګار په خبره، د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د سړي سر کلنی عاید راښکته شوی دی او ټاکل شوې ده،چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه عاید ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شي.
د سرچېنې په لیکنه، د ښځو بیکارۍ هم د کورنیو پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغیزې کړې او د فقر کچه لوړه شوې ده.
په ورته مهال د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.