Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل او تهران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی

ایراني او افغان چارواکو د چهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

د ایران چابهار ازادې اقتصادي سیمې رییس د دغه هېواد له دولتي خبري اژانس ايرنا سره په یوې ځانګړې مرکې کې د چابهار بندر له لارې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو سوداګریو پر تنظیم، اسانتیاوو او زیاتوالي خبرې کړي.
د چابهار ازادې اقتصادي سیمې یا « فري زون » رییس محمد سعید اربابي په دغې مرکه کې چابهار د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو نږدې او ګټوره ټرانزیټي لار بللې.
د نوموړي په خبره دواړه لوريو هوکړه کړې چې د چابهار له لارې د سوداګرۍ د لا ښه‌والي او ننګونو حل په موخه به د څار یوه کمېټه جوړه کړي.
د چابهار ازادې اقتصادي سیمې رییس محمد سعید اربابي وايي: « په چابهار بندر کې د پانګونې او لوجيستیکي همکارۍ لپاره اړین ګامونه اخیستل شوي او چابهار بندر د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو نږدې لاره بلل کېږي، چې پرانیستو اوبو ته مستقیم لاسرسی پکې موجود دی. »
ورته مهال په ایران کې د اسلامي امارت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي په تهران کې د افغانستان سفیر فضل محمد حقاني د چابهار ازادې اقتصادې سیمې له رییس محمد سعید اربابي سره د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د دغې سیمې د ظرفیتونو په اغېزناکې کارونې او د نورو سوداګریزو اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې شوي.
په ایران کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه کې راغلي: «په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر فضل محمد حقاني د چابهار ازادې اقتصادي سیمې له رییس او اجراییوي مدیر محمد سعید اربابي په رسمي بلنه له چابهار بندر څخه کتنه لرله په دغې کتنه کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د دغې سیمې د ظرفیتونو په اغېزناکې کارونې، د صادراتو لپاره د اسانتیاوو پر چمتووالي او د ګډو سوداګریو پر زیاتولو خبرې کړې.»
د اقتصادي چارو شنونکي د چابهار موقعیت ته په اشارې دغه بندر له سیمې او په ځانګړې ډول له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې یوه مهمه ټرانزیټي لار بولي. د دوی په خبره، په اقتصادي پرمختګونو او سیمه‌يیز اتصال کې چابهار مهم نقش لري چې د سیمې په کچه د سوداګرۍ یو ستراتیژیک موقعیت یادېږي.
د اقتصادي چارو شنونکی صادق حمیدزوی وايي: « چابهار لاره د افغانستان لپاره مثمره تمامه شوې ده، افغان صنعتکارانو وکولای شول چې د پاکستان له اقتصادي فشار څخه د دغې لارې پوسیله خپلې اړتیاوې پوره کړي او هېڅکله هم یو فشار ته مجبور نشي.»
د چابهار له لارې افغانستان هند او د سوېلي او ختيځې اسيا ځينو هېوادونو په ګډون اروپا ته صادرات کوي. دغه لار د پاکستان ګوادر او کراچۍ بندرونو پرتله لنډه او د لګښت له پلوه ارزانه ښودل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist