Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان د لومړي ځل لپاره د بېټریو صادرات پيل کړل

افغانستان د لومړي ځل لپاره د بېټریو صادرات پيل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

له هرات ولایت څخه نورو هېوادونو ته د صادراتو په لړ کې دا ځل له دې ولایته د بېټریو صادارت پيل شول.
د صادراتو په دې لومړۍ چوپه کې د ۴۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت ۲۲ ټنه بېټرۍ عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان ته صادرې شوې.

د بېټریو تولیدي شرکت مسوول محمد نعیم نیازی وايي: « نن ورځ موږ د لومړي ځل لپاره افغانستان څخه اماراتو ته د بېټریو د صادراتو لیدونکي یو، دا اټومي بېټرۍ دي او صادرات به یې ادامه ولري.»

د هېواد صنایعو او کانونو خونې مسوولان وایي، افغانستان اوس مهال په دې برخه کې څه باندي ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونې سره، ۱۱ تولیدي کارخونې لري چې شاوخوا ۱۸۰۰ کسان په کي په کار بوخت دي.

د افغانستان صنایعو او کانونو خونې مرستیال عبدالمتین قلندري وايي: « موږ دلته ۱۱ فابریکې لرو او هغه تحلیل چې په دې وروستیو کې په دې اړه شوی، په دې فابریکو کې ۱۱۰ میلیون ډالره پانګونه شوې او شاوخوا ۱ زر ۸۰۰ تنه په کې په کار بوخت دي. دا کارخونې د افغانستان د اړتیا وړ ډول ډول بېټرۍ تولیدوي.»

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ تمه لرو چې افغانستان ته د بېټریو واردات کم شي، ځکه موږ خپلې فابریکې لرو او باید پر پښو ودرېږي. موږ د بېټریو په برخه کې پرځان بسیا یو او باید پاتې شو.»

که څه هم دې وروستیو د کورنیو تولیداتو صادرات زیات شوي، خو بهرنیو هېوادونو کې دغو تولیداتو ته بازار موندنه او په ځانګړي ډول نندارتونونه جوړول هغه څه دي چې د کورني تولید له ودې سره مرسته کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « له هېواد څخه د باندې نندارتونونو جوړول سبب شول چې د افغانستان داخلي تولیدات د نړۍ بازارونو ت معرفي شي؛ همدارنګه د صادراتو ډېرولو لپاره هڅې هم خورا ګړندۍ دي او له امله یې افغانستان په یوه صادراتي هېواد بدل شوی.»

له دې ټولو سربېره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وایي، هېواد کې د پانګونې جذب او له کورنيو تولیداتو د ملاتړ په موخه به تر راتلونکي یو نیم کال پورې د صنعت په برخه کې د برېښنا کمښت ستونزه حل او افغانستان به له وارداتي هېواد څخه صادراتي هېواد ته بدل شي.

د صنعت و سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ معین احمدالله زاهد وايي: « اسلامي امارت ژمن دی چې افغانستان به له وارداتي هېواد څخه په صنعتي، تولیدي او صادراتي هېواد بدلوي. موږ دغه هدف ته د رسېدو لپاره د هغو سوداګرو ملاتړ ته اشد ضرورت لرو چې دلته یې پانګونه کړي او یا غواړي پانګونه وکړي.»

د یادونې وړ ده چې دا مهال د هرات صنعتي ښارګوټي کې څه باندي ۱۲۰۰ لویي کارخونې فعالیت لري چې له ډلې یې ۱۱۲ هغه بهرنیو هېوادونو ته صادرات لري.
تر دې مخکې د روانې میاشتې په سر کې هم له هرات څخه امریکا ته د مربا او اچارو صادارت ترسره شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist