د باران له هر څاڅکي سره د خلکو هیلې تړلې دي څوک یې له موسمي ناروغیو د خلاصون لار ګڼي، څوک یې د وچکالۍ له منځه تللو لپاره ګټور بولي، ځینې نور یې د هوا پاکوالي لپاره ګټور بولي؛ خو په حقیقت کې د باران او واورې ورښت د هېواد ابادۍ او سوکالۍ، د وګړو د روغتیا، د اوبود زېرمو ډکېدو او د کرنې په برخه کې د غلو دانو د پرېمانۍ لپاره مهم دي.
د داخله ناروغیو ډاکټر عبدالحق قاضي زاده وايي: « باران د الله رحمت دی او له دې سره د هوا ککړتیا را کمېږي او په هوا کې لندبل پيدا کېږي. کله چې هوا لمده شي، دا سبب کېږي چې تنفسي ناروغۍ کمې شي او میکروبونه له منځه لاړ شي. د باران له ورېدو وروسته هغه کسان چې د سینې او سا لنډي په ناروغیو اخته وي، د دوی په اعراضو او علایمو کې کموالی راځي.»
په همدې حال کې د کابل ښاریان د باران ورښت ته زیات خوښ دي او هیله لري چې ورښتونه دوام پیدا کړي. د دوی په خبره، ورښت د صحت لپاره ګټور دی او په هېواد کې به وچکالي له منځه یوسي؛ دغه راز به ورسره په بازارونو کې دغلو دانو او نورو کرنیزو توکو بیې راټیټې شي.
د کابل اوسېدونکی اکبر وايي: « د باران ورېدل مو په نېک فال نیولي، ځکه چې د کابل هوا سخته ککړه شوې، نفوس او د موټرو شمېر له حده زیات شوی او له امله یې ډېر خلک ناروغان شوي دي.»
د کابل اوسېدنکی اټک ساحل وايي: « د کابل اوسېدونکي باران ته ډېر خوښ دي. خدای دې سږ کال د ورښتونو کال کړي، ترڅو هوا پاکه او ناروغۍ کمې شي. بله خبره دا ده چې اوبه ډېرې ټیټې شوې او وچکالي ده. له بارانونو سره به اوبه هم ښې شي.»
د کابل اوسېدونکی محمد فواد وايي: « ورښت ټولو خلکو او موجوداتو ته ګټه لري. ورښت هوا پاکوي او ناروغۍ له منځه وړي. دا باران ډېر لږ دی، باید ډېرې واورې وشي.»
په همدې حال کې د هوا پېژندنې ریاست د یکشنبې په ورځ هم د پلازمېنې کابل په ګډون په بغلان، بدخشان، کندز، سمنګانو، نورستان، کونړ، پنجشیر، پروان، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، بامیانو، میدان وردکو، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، لوګر او سالنګونو کې د ورښت اټکل کړی.
د دې اټکل له مخې به د باران د ورښت کچه په بېلا بېلو سیمو کې له له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو او د واورې د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۵ سانتي مترو پورې وي.