Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د ټوکر تولیدوونکې کارخونې چارې په بشپړېدو دي

کندهار کې د ټوکر تولیدوونکې کارخونې چارې په بشپړېدو دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/18

کندهار کې د هېواد په کچه تر ټولو سترې نساجۍ فابریکې د جوړولو چارې روانې دي، هغه فابریکه چې ټاکل شوې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ټوکر اړتیا په کور دننه پوره کړي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، افغانستان تر دې دمه د اړتیا وړ ټوکر له نورو هېوادونو واردوې، خو د دې فابریکې په فعالېدو سره به هم کورنۍ اړتیا پوره شي او هم به د افغانستان ټوکر ته د صادراتو زمینه برابره شي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي: « دا فابریکه به په ډېر لږ وخت کې خپل تولیدات پيل کړي، لومړی به موږ خپله ځان بسیا شو او بیا به یې تولیدات نورو هېوادونو ته صادر شي. موږ امید لرو چې راتلونکي کې به د اوسنیو وارداتو په اندازه به صادرات ولرو. ښه خبره دا ده چې د دې فابریکې خام مواد چې عبارت له پنبې څخه دي، له موږ سره شته او د افغانستان پنبه د آسیا په کچه غوره پنبه ده.»

د سندس نساجۍ فابریکه د ۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت، د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي په ۶۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او تر اوسه یې د جوړېدو چارو ۸۵ سلنه پرمخ تللې دي.

 د فابریکې مسوولان وايي، دا فابریکه په دوو پړاوونو کې فعالېږي چې په لومړي پړاو کې د ورځې ۵۰ زره مترمربع ټوکر د تولید او رنګولو ظرفیت لري او په دویم پړاو کې به یې تولیدات نور هم زیات شي.

د سندس نساجۍ فابریکې ویاند رحمت رشید وايي: « د دې فابریکې ساختماني چارې د ۲۰۲۳ کال له پیل سره پيل شوې او تر اوسه ۸۵ سلنه ودانیزې او د ماشینرۍ تدارکاتي چارې بشپړې شوې دي. د لومړي فاز په فعالېدو سره به په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ زره متره ټوکر تولید او رنګ کړي. په دې فابریکه کې به ۹۰۰ تنه کار کوي؛ دا به نه یوازې د افغانستان مارکېټ ته ټوکر وړاندې کړي بلکې ټولو آسیايي هېوادونو او په ځانګړې توګه دوبۍ کې به د دې فابریکې تولیدي ټوکر وړاندې کېږي.»

له بلې خوا، هغه کسان چې په دې فابریکه کې پر کار بوخت دي، د بېکارۍ د مخنیوي او کورنیو تولیداتو د ډېرېدو لپاره د ورته پانګونو پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د فابریکې کارکوونکی عبدالاحمد وايي: « د دې فابریکې ټول مواد زموږ خپل دي. پنبه به زموږ له خپلو ځمکو راځي او دلته به په ټوکر بدلېږي.»

د فابریکې یو بل کارکوونکی عبدالواسع وايي: « موږ ډېر خوښ یو چې دلته د ټوکرانو کارخانه جوړېږي. زه له نورو پانګوالو هم غواړم چې دا ډول کارخانې جوړې کړي.»

کارکوونکی جاوید احمد وايي: « دوه دوه نیم کاله کېږي چې دلته په کار بوخت یم، خدای دې وکړي دا ډول نورې کارخانې هم جوړې شي، ترڅو هېواد پرمختګ وکړي.»

د یادونې وړ ده چې دا مهال ټوکر او نخي توکي په ډېره اندازه افغانستان ته را واردېږي، خو تمې شته چې دې او ورته نورو کارخونو په فعالېدو سره به دا اړتیا هم پوره او تولیدات به یې نورو هېوادونو ته صادر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist