د کابل يو شمېر اوسېدونکي د پيسو په جريان کې د زړو بانک نوټونو د زياتوالي له امله شکايت کوي.
دوی وايي، يادو بانکنوټونو يې د ژوند او کار چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي او له حکومت په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.
د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « د افغانیو بانک نوټونو کاغذ ضعیف دی او ژر خرابېږی. همدارنګه خلک هم احتیاط نه کوي، ځکه اوسمهال ډېرې پیسې خرابې دي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « له فزیکي پلوه د افغانیو وضعیت ډېر خراب دی، زړې شوې دي. زه له خلکو غوښتنه کوم چې پيسې سمې وساتي.»
د کابل اوسېدونکی وايي: « تاسو وینئ چې حکومت زړې پیسې سوځوي، د پیسو په زړښت کې خلک ملامت دي، ځکه د پیسو سمه ساتنه نه کوي.»
صرافان هم له وخت وړاندې د بانکنوټونو زړښت مني او وايي، فزيکي پيسو ډېره ګټنه او په ساتلو کې يې د خلکو بې احتياطي د دې لامل شوي چې زاړه بانکنوټونه ډېر شي.
دوی د نويو بانکنوټونو د چاپ او بازار ته يې د وړاندې کولو غوښتنې ترڅنګ، له حکومت غواړي چې د بانکنوټونو په ساتلو کې خپل مسوولايت اداء کړي.
د کابل ښار یو تن صراف وايي: « زموږ پيسې په ۱۴۰۱ کال کې چاپ شوې دي، نو ښکاره خبره ده چې اوس به زړېږي. زه له دولت غوښتنه کوم چې نوې پیسې چاپ کړي.»
د ښار یو بل صراف وايي: « زه له خلکو غوښتنه کوم چې دا پیسې سمې وساتي او له زړېدو یې مخنیوی وکړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان بانک وايي روان کال يې له ټولو زونونو څخه ۳ میليارد افغانۍ زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولي دي.
مسوولان يې په ساتنه کې د خلکو رول حياتي بولي او ترې غواړي چې له فزيکي پيسو د ګټنې ترڅنګ دې د اليکټرونيکي پيسو کارول هم پيل کړي.
د افغانستان بانک وياند حسیبالله نوري وايي: « یوازې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې د افغانستان بانک د هېواد له مختلفو زونونو څخه د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس بانک نوټونه راټول کړي او له منځه یې وړي دي. موږ له درنو هېوادوالو غواړو چې د نغدو پیسو کارونې د کمولو لپاره برېښنايي بانکوالۍ ته مخه کړي. افغانستان بانک د اف پې په نوم کار بازار ته وړاندې کړی او په ټولو پولي معاملاتو کې د چلښت وړ دی.»
له وړاندې هم خلکو په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو د زياتوالي امله شکايتونه کړې، خو د افغانستان بانک تل له خلکو غوښتي چې له وخت وړاندې د بانکنوټونو د زړښت مخنيوي لپاره دې يې سمه ساتنه وکړي.