په سوېل کې د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ارزښت راښکته شوی، ښاروالۍ نرخ نامې هم ویشلې،خو په خبره یې هټۍ وال پرې عمل نه کوي او توکې په خپلسري ډول پلوري.
د ګردیز یو تن اوسېدونکی وايي:«بیو کې هېڅ ډول کم والی نه دی راغلی. غوړي، اوړه او ټول توکي په هماغه بیه دي. پلمه یې د ډالر پورته کیدل دي،خو ډالر هم راښکته شوی دی.»
د ګردیز یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د توکو بیې په هماغه ډول دي،اوس ما غوړي او بوره په پخوانۍ بیه واخېستل باید چې بیې کنټرول شي.»
هټۍ وال بیا وايي، توکي د ورځې په نرخ او د ښاروالۍ د نرخنامې له مخې پلوري او احتکار او سرغړونه یې نه ده کړې.
ګردیز ښار کې یو تن هټۍ وال وايي:« ورځ په ورځ ډالر ګورو. ستونزه نه شته دی، کومه نرخنامه چې را کړل شوې،پر هغې عمل کوو.»
ګردیز ښار کې یو بل هټۍ وال بیا وايي:« دری ورځې وړاندې مو د غوړیو بوشکه په ۱۷۰۰ افغانۍ پلورله، خو اوس یې په ۱۴۰۰ پلورو. داسې د نورو توکو بیې مو هم راښکته کړي دي.»
ګردیز ښاروالۍ دوه ورځې وړاندې د یو شمیر خوراکي او نورو توکو بیې وټاکلې او نرخنامې یې وویشلې.
ګردیز ښاروال شریف الهام خبرداری ورکوي او وایي، هغه هټۍ به د یوې میاشتې لپاره وتړل شي،چې د نرخنامې خلاف په خپلسري ډول توکي پلوري.
الهام زیاته کړه:« ښاریانو ته مو نرخنامه ورکړې،له سوداګرو سره مو پرې مشوره وکړه، که عملي یې نه کړه، هماغه هتۍ به د یوې میاشتې لپاره تړل کېږي،چې سرغړونه یې کړي وي.»
الهام وايي، ښار کې د ماسټر پلان او اصناف بندۍ پلي کیدل دوام لري او پر وړاندې به یې شته ستونزې نږدې ورځو کې هوارې شي.