څه کم دوې میاشتې کېږي چې پاکستان له افغانستان سره د هر راز سوداګرۍ پر مخ ټرانزيټي لارې تړلې دي. د دغو لارو بندښت نه دا چې په افغانستان کې پر بازارونو اغېز نه دی کړی بلکې ځينې چارواکي يې د بندښت دوام غوښتونکي هم شوي.
د اوبو او نرژۍ وزير وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان تازه مېوو له رسېدو سره پاکستان يادې لارې بندې کړې، اوس وار د اسلامي امارت دی چې يادې لارې همداسې بندې وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان بهرنيو چارو وزير له هغو څرګندونو څو ورځې وروسته کړې چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه يې له افغانستان سره د لارو احتمالي خلاصون په اړه کړې وې.
د اوبو او انرژۍ وزیرعبداللطیف منصور وايي: « دا چې د پاکستان حکومت له کلونو را هیسې له افغانستان سره د ټولو نړيوالو سوداګریزو اصولو خلاف چلن کوي، تل یې په مطلوب وخت کې زموږ د سوداګرو پر مخ لارې تړلې او افغانستان ته یې زیات اقتصادي زیانونه اړولي دي. د هېواد ګڼ شمېر ملي سوداګرو په وار وار له موږ سره تماسونه نیولي او غواړي چې له پاکستان سره دې لارې هم داسې تړلې پاتې شي، ترڅو دوی هم د لارې د تړلو له امله د زیان خوند وڅکي. موږ د ملي سوداګرو دې غوښتنې کلک ملاتړ کوو او سپارښتنه کوو چې له پاکستان سره دې ورته چلن وشي.»
نوموړی له ډېر وضاحت پرته دا هم وايي چې پاکستان د ملګرو ملتونو او ځينې اسلامي هېوادونو له لارې پر افغانستان د خپلو غوښتنو د تحميل هڅه کوي.
شنونکي هم له چارواکو سره د لارو بندښت دوام په اړه همغږي ښيي او وایي، دغه اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، اقتصادي تنوع د پراختیا او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ په لوري ښه ګام دی.
د سیاسي چارو شنونکی نجیبالله هوتک وايي: « دوی هر وخت دا کار کړی او د افغانستان د فصل رسېدو پرمهال یې لارې تړلې دي، دوی فکر کاوه چې پر موږ فشار راوړلی شي؛ اوس دې دا لارې همداسې تړلې وساتي، ترڅو د خپلو غلطو پالیسۍ پایله درک کړي.»
د ځينې نورو کارپوهانو پر باور له پاکستان سره د سوداګريزو لارو محدودېدو په بدل کې د سيمې له هېوادونو سره سره نوې سوداګریزې لارې، نوي بازارونه او نوي ټرانزیټي دهلېزونه خلاص شوي او په خبره يې دا پرمختګونه د پرېکړې د حساب شوي ماهیت ښه ثبوت دی.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی همت وايي: « هغه کړۍ چې غواړي د افغانستان او پاکستان اړیکې خرابې کړي او پر افغانستان فشار غواړي، باید ورته وښودل شي چې افغانان نورې لارې هم لري، خو بیا هم که پاکستان قوي تضمین ورکړي، لارې خلاصېدای شي.»
له دې سره، عام خلک هم له اسلامي امارت غواړي چې پاکستان پوځي رژیم په سياسي او قتصادي برخو کې پر خپلو کړو ژمنو عمل نه کوي او غوښتنه کوي چې لارې دې ورسره تړلې پاتې شي.
د کابل اوسېدونکی شېرمحمد منګل وايي: « موږ د اسلامي امارت له دې پرېکړې ډېر خوښ یو. که څه وو خورو یې او که نه نهر یې تېروو. د نړۍ په هر ځای کې د هېوادونو ترمنځ ټکر راځي، خو لارې نه بندوي.»
د کابل اوسېدونکی سهار وايي: « د دولت تر شا ټول ملت ولاړ دی او هر ډول قربانۍ ته تیار یو. دوی حتا خپلې وېزې هم په تور بازار کې خرڅوي او زموږ د خلکو جیبونه لوټي.»
دا په داسې حال ده چې حکومت له ټولو افغان سوداګرو او صنعتکارانو د پاکستان پر ځای د نورو بديلو سوداګریزو لارو د لټون سپارښتنه کړې.
په دې سپارښتنه کې له پاکستان څخه د درملو واردوونکو شرکتونو ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی چې په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه کړي او که له دې مودې وروسته هم څوک له پاکستان سره سوداګري کوي، حکومت ورسره همکاري نه کوي.