۳۵ کلن جمعهخان ۱۴ کاله وړاندې د هرات غوریان ولسوالۍ په یوه عادي ورځ کې له کور وتلی و، ترڅو د واده د خوښۍ لپاره د دېګونو پخولو بوټي ټول کړي مګر د ژوند دغه عادي سفر یې یوې ناڅاپي پېښي بدل کړ. په دښته کې د خښ ماین چاودنې جمعه خان معیوب او نیمګړی کس وګرځاوه.
دی وایي، اوس هم د ۹ کسیزي کورنۍ ګټیالی دی چې په خبره يې فلزکاري، نلدواني او ځینې نور کسبونه يې هم زده دي، خو یاده برخه کې هېڅ امکانات نه لري.
معلول جمعه خان وايي: « معلولیت ډېرې ستونزې او کړاوونه لري. زه څلور کاله په ایران کې مهاجر وم او بیا یې افغانستان ته را واړولم. زه د کورنۍ سرپرست یم، خو چېرې چې ځم، د معلولیت له امله څوک کار نه راکوي.»
افغانستان کې نه یوازې نا چاودو توکو ډېر شمېر افغانان معلول کړي بلکې ټرافیکي پېښو او له لوړو ځایونو را لوېدو هم ګڼ شمېر وګړي معلول کړي دي.
هرات کې معلولان د دې مرکز چې په کې دوی ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي، هرکلي کوي او یاده برخه کې پر ډېر ملاتړ ټینګار لري.
معلول عبدالعلي وايي: « زما پښه د یوې ناروغۍ له امله پرې شوه. اوس یې راته دلته مصنوعي پښه ولګوله. زه له دې خدمت خوشاله یم.»
یو بل معلول کس عبدالواسع وايي: « زه ایران ته تللم چې په لارو مو موټر ټکر وکړ او زما ورمېږ مات شو. په لومړي سر کې مې حرکت نه شو کولی، خو دلته تر راتګ او درملنې وروسته اوس په چهارپایې باندې تللی شم.»
معلول شاه محمد وايي: « که دا پلاسټیکي قالب نه وي، زه په لارو نه شم تللی. زما دواړې پښې لنډې دي.»
بله خوا، هرات کې د سره صلیب د ارتوپیدي مرکز مسوولین وایي، د تېرو شپږو میاشتو په موده کې يې له درې زرو زیات معلولینو ته د ارتوپیدي خدمتونه او د معلولینو بیارغونې فزیکي تمریناتو پروګرامونه وړاندې کړي دي.
خیرمحمد احمدزی هرات کې د سره صلیب ارتوپیدۍ مرکز فزیوتراپۍ څانګې مسوول وايي: « ټول هغه کسان چې له فزیکي پلوه یا په لارو تللو کې ستونزې ولري، موږ ورته کمکي وسیله جوړوو، ترڅو بېرته په پښو شي او خپلې ورځنۍ چارې سمبال کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله نه یوازې میلیونونه کسان وژل شوي بلکې زرګونه نور معلول شوي هم دي چې لا هم جدي ملاتړ ته اړتیا لري.