Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/14

افغانستان چې څو لیسیزی پرلسې توګه د ځینو نړیوالو قدرتونو او سیمې هېوادونو لپاره د مبارزې ډګر بلل کېده، خو اوس دغه خاوره د یو شمېر هېوادنو لپاره د پرمختګ وسیله بلل کیږي.


د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له استازو سره په غونډه کې ویلي چې د مرکزي اسیا دوامداره پرمختګ په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري.


د خبرپاڼې یوه برخه:« تاجیکستان د افغانستان د سیاسي وضعیت د حل لپاره د نړیوالو او سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي. دوشنبه له کابل سره د اقتصادي اړیکو او سوداګریزو همکاریو د پراختیا پلوی دی او له افغانانو سره د بشري مرستو رسولو ملاتړ کوي. د ټرانسپورټي او انرژۍ د نښلوونکو پروژو پراختیا کولی شي په افغانستان کې د سولې، اقتصادي ودې او سیمه ییز اتصال لپاره لا ډېر فرصتونه رامنځته کړي.»


د افغانستان او تاجیکستان اړیکې تر بل هر وخت ټینګې بلل کیږي؛ د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان په تړاو د تاجیکستان وروستۍ څرګندونې د نېک نیت له مخې بولي.


دوی ټينګار کوي چې نړۍ او د سیمې هېوادونه باید دا درک کړي چې افغان خاوره نور د نړۍ قدرتونو ازمایلو محراق نه بلکې د اتصال ټکی دی.


د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وايي:« دا یې ډېره پرځای خبره کړې ځکه افغانستان اوس د نړیوالو لویو قدرتونو د ټکر له صحنې وتلی دی. نو طبیعي ده چې دوی اوس پر دې پوهېدلي، که چېرې په افغانستان کې سوله او امنیت ټينګ شي، نو دا سیمه د ښېرازۍ پر لور یوسي او که چېرې کړکېچونه په کې راوټوکېږي، نو په هغه صورت کې به مستقیما د دوی هېوادونو ته هم سرایت کوي.»


د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« تر ډېره بریده په افغانستان کې امنیت موجود دی، پخوا چې کومې اندېښنې د سیمې هېوادونو وې، یا په ځانګړي توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو درلودلې، هغه اوس ثابته شوه چې د افغانستان له لوري هېڅ داسې یوه تروریستي پېښه ثبت شوې نه ده چې د هغوی د اندېښنو پخلي وکړي.»


په سیمه ییز اتصال کې د مدغم کېدو لپاره په ځینو ناستو کې د افغانستان ګډون حتمي بلل کیږي او ټنیګار دا کیږي چې د سیمې او ګاونډ هېوادونو ځینو انديښنو ته د ځواب ویلو لپاره د شانګهای په سازمان کې د افغانستان استازي ګډون اړین او حتمي دی.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist