Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد له شمال څخه د غالیو صادرات ډېر شوي

د هېواد له شمال څخه د غالیو صادرات ډېر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/19

افغاني غالۍ د لوړ کیفیت، ښه رنګ او غوره نوم له کبله په نړیوال بازار کې ځانګړی ځای لري او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دغه برخه کې پانګونې هم شوې دي.

د فاریاب په اندخوی ولسوالۍ کې د افغانۍ غالیو اوبدلو یوه کارخونه کې دا مهال لسګونه کسان په کار بوخت دي.

د دې ولسوالۍ سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وروستیو کې د وطني غالیو صادرات تر پخوا ښه بولي او وايي، د روان لمریز کال له پیل راهیسې یوازې له اندخوی ولسوالۍ څخه د اقینې بندر له لارې د ۱۰۰ زره امریکايې ډالرو په ارزښت غالۍ صادرې شوې دي.
د اندخوی ولسوالۍ د پانګونې او سوداګرۍ خونې مدیر ابراهیم یلداش وايي: « په یوه کال کې مو له ۱۵۰ موټرو ډېرې غالۍ چې ارزښت یې له ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو پورته کېږي، یوازې د اندخوی له سوداګرۍ خونې صادرې کړې دي.»

په ورته مهال، د غالۍ اوبدنې برخه د کارخونو مسوولین هم مني چې د دې کورني تولید بازار غوړېدلی، خو د خامو موادو د واردولو په برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د غالۍ اوبدلو کارخونې مسوول محمد شفیق وايي: « الحمدالله په ځانګړې توګه اندخوی کې د سوداګرۍ او تجارت زمینه برابره شوې او د افغانستان غالۍ د پاکستان په ځای خپله د افغانستان له لارې صادرېږي. د افغانستان غالیو په بهر کې خپل ارزښت ساتلی او موږ کوښښ کوو چې نور هم کارونه ښه شي.»

په همدې حال کې د کارخونو غالۍ اوبدونکي د ورته پانګونو د ډېروالي غوښتنه کوي او وايي، که دا ډول پانګونې لا ډېر شي، د بې روزګارۍ ګراف به راټیټ شي.
غالۍ اوبدونکی عبدالله وايي: « زه ډېرخوشاله یم چې دلته کار کوم، د ایران او پاکستان له مهاجرتونو خلاص شوم.»

غالۍ اوبدونکی حسیب الله وايي: « موږ په خپل کار کې ستونزه نه لرو او ډېر خوښ یم چې خپل هېواد کې کار لرم. له نورو مسافرو هم غواړم چې راشي او خپل وطن کې کار وکړي.»

غالۍ، ګیلم، شړۍ، لمڅی، چپنې او دودیزې جامې د شمال خلکو په ځانګړې توګه د فاریاب اندخوی ولسوالۍ هغه لاسي تولیدات دي چې په کور دننه او بهر خاص نوم او ګڼ پېرودونکي لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist