Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران حکومت د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د ګډ اقتصادي زون جوړولو هڅه کوي

د ایران حکومت د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د ګډ اقتصادي زون جوړولو هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/18

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې لانجې له کبله سوداګریزې لارې لا هم تړلې پاتې دي، ایران بیا د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د یوه ګډ اقتصادي زون جوړولو خبره کړې.

د ایران خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د سیاسي ګوندونو په چارو کې د ایران د ولسمشر سلاکار د سیستان او بلوچستان ولایت له چارواکو سره په یوه ناسته کې ویلي چې ایران ګډو پولو ته یوازې د ټولنیزو، اقتصادي او ډېپلوماټیکو فرصتونو په نظر ګوري نه د بل څه.

نورالدین آهي زیاته کړې، همدا دلیل دی چې تهران هڅه کوي د سیستان او بلوچستان په سیمه کې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ ځانګړی اقتصادي زون جوړ کړي.

د ایران د ولسمشر سلاکار نورالدین آهي ویلي: « پوله ګواښ نه دی بلکې یو فرصت دی او موږ هڅه کوو چې په سیمه کې له افغانستان او پاکستان سره یو ګډ اقتصادي زون رامنځته کړو. سیستان او بلوچستان یو ځانګړی ولایت دی او دا ظرفیت لري چې په یو اقتصادي، ټولنیز او ډېپلوماټیک فرصت بدل شي. موږ هڅه کوو له افغانستان او پاکستان سره یو ځانګړی اقتصادي زون رامنځته کړو؛ تاسو باید ملي مطالبه وکړئ، ترڅو چابهار بندر خپل اصلي مقام ته ورسیږي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت چارواکي بیا د سیمې او ګاونډ له هېوادونو سره د دا ډول اقتصادي زونونو په جوړولو د ټینګار ترڅنګ وايي، اسلامي امارت تل په دې ټینګار کړی چې د اقتصادي او سیاسي مسایلو ترمنځ باید توپیر موجود وي.

د اقتصادي وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د ګډ اقتصادي زون له جوړېدو هرکلی کوي. موږ باور لرو چې اقتصادي او تجارتي مسایل باید له سیاسي مسایلو جلا وي. موږ غواړو له خپلو ګاونډیانو سره ښې تجارتي او اقتصادي اړیکې ولرو.»

دا ایران له خوا دا هلې ځلې داسې مهال کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانې لانجې له کبله چې د دواړو خواو ترمنځ د وسله والې نښتې سبب هم ګرځېدلې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لارې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې تړلې دي.

دغې ستونزې ته په کتو، د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند په سلګونو غړیو د لنډي کوټل په سیمه کې واټونو ته راوتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ لارو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کړې.

احتجاج کوونکو په خپلو خبرو کې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته په پرتو قومونو د دغو لارو د تړلو پاتې کېدو په اغېزو خبرې وکړې او د پاکستان له پوځي رژیم یې ژر تر ژره د لارو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

د خیبرپښتونخوا لنډي کوتل سیمه کې یو تن لاریون کوونکی وايي: « تجارتي او ټرانزیټي لارې له هېڅ امله نه شي بندېدای، دا یو نړیوال قانون دی.»

د لنډي کوتل لاریون یو بل ګډونوال وايي: « د پاکستان ظالم ریاسته! په دې کار سره قوم درنه خفه دی، ته د قومونو په سر تجارت کوې.»

خو اوس پوښتنه داده چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د روانې لانجې په موجودیت کې به دا ډول اقتصادي زونونه د ښکېلو خواو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا کې څه ډول رول ولوبوي.

د  اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « سره له دې چې دا مسئله ظاهراً ښه ښکاري، خو که موږ دا ستونزه خپله هواره کړو، دا به ډېر ښه کار وشي.»

د اقتصادي چارو کارپوه نور الله عزیز وايي: « هر هغه زون یا لاره چې وکولی شي افغانستان له نړۍ سره وصل کړي، د افغانستان په ګټه دي. له پاکستان سره ترینګلتیا د دې سبب شوې چې افغانستان پر بدیلو لارو فکر وکړي.»

د اسلام اباد له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي او سوداګریزو لارو د تړلو له کبله چې ډېر کله یې مالي زیان افغان سوداګرو ته اړولی،  اوس اسلامي امارت د بدیلو لارو د موندلو هڅې پیل کړې دي او په دې ترڅ کې غواړي د ایران چابهار بندر له لارې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist