Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصاد وزارت روان کال د ۱۷۰۰ پروژو پلي کولو خبر ورکوي

اقتصاد وزارت روان کال د ۱۷۰۰ پروژو پلي کولو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/16

اقتصاد وزارت وایي، په روان کال کې يې ۱۷۰۰ لويې او وړې پراختيايي پروژې په دې موخه تطبيق کړې دي چې د عامه خدمتونو د پراختيا ترڅنګ يې له لارې د بې ‌روزګارۍ لوړ ګراف راټيټ کړي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په تطبيق شویو پروژو کې ۵۰۳ اساسي او نږدې ۱۲ هغه يې فرعي پروژې دي چې په کې په مستقيمه او غيرمستقيمه توګه لسګونه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د نړیوالې ټولنې له لوري پر حکومت له لګول شویو محدودیتونو سربېره، ټولې بشپړې شوې پروژې له کورنيو عوايدو تمويل شوې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « د روان کال په اوږدو کې ۵۰۳ عمده او اساسي پروژې او شاوخوا ۱ زره ۱۸۳ فرعي ولایتي پراختیايي پروژې چې له کورنیو عوایدو څخه تمویلیږي، په بېلابېلو سکټورونو کې ځانګړې شوې دي. د دې پروژو له ډلې یو شمېر بشپړې او پاتې یې تر کار لاندې دي. د دغو پروژو د پلي کېدو له امله زرګونه هېوادوالو ته په مرکز او ولایتونو کې کاري فرصتونه هم برابر شوي او له اقتصادي مؤثریت سربېره یې عامه خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې هم د پام وړ ښه والی رامنځته کړی.»

اقتصاد وزارت داسې مهال د ياد شمېر پروژو د پلي کولو خبر ورکوي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې(یو‌اېن‌ډي‌پي) وویل چې افغانستان کې له هر ۱۰ کورنیو ۹ هغه یې په راتلونکي کې له لوږې سره مخامخ دي.

شنونکي ورته موندنو ته په اشارې که څه هم د پراختيايي پروژو تطبيق مهم بولي، خو ټينګار کوي چې د بې ‌روزګارۍ کمولو لپاره دې د لنډمهال پروژو په ځای اوږدمهاله پروژې پلې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « کله چې پراختیايي او اقتصادي پروژې حرکت کوي، بېله شکه چې د بې روزګار کمولو په برخه کې د پام وړ مؤثریت لري. کله چې خلک په کار شي او ثابت عاید ولري، بېله شکه د فقر ګراف هم ورسره ټیټېږي، خصوصي سکټور ورسره غوړي او اقتصاد ورسره ښه کېږي.»    

ځینې نور شنونکي د پايداره اقتصادي ودې او بې ‌روزګارۍ کمولو لپاره له سيمې سره د افغانستان اقتصادي ادغام وړانديز کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی اصف ستانکزی وايي: «  اقتصادي وده پر انکشافي پروژو تکیه لري او د ځان بسیاینې سبب کېږي. د قوش تپې ملي کانال او ټاپي ګازو نل لیکې په څېر سترې پروژې نه یوازې خلکو ته د کار زمینه برابروي هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بسیاینې سبب هم کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي هم ویلي چې د افغانانو د خوړو خونديتوب لپاره بېړنيو او ګډو نړیوالو هڅو ته اړتيا ده. هغه زياته کړې چې شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له ناامنۍ ځورېږي او د دوامداره مرستو نه شتوالی د دې وضعیت د لا خرابېدو لامل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist