Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/11

کندهار کې د انار په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پیل شو. دا نندارتون د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان(آی‌او‌اېم) په مالي ملاتړ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او یوه خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی چې موخه یې د خصوصي سکټور ملاتړ او وده ده.

د دې نندارتون په ۱۵۰ غرفو کې کورني تولیدات، محصولات او لاسي صنایعې نندارې ته وړاندې شوي دي.

چارواکو پرانیستغونډې ته خبرو کې وویل، اوس په هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شوې او له هېواد څخه بهر افغان پانګوال دې خپلې پانګې د افغانستان په بېلابېلو صنعتي برخو کې وکاروي.

هغوی ټینګار وکړ چې د کورنۍ پانګونې په زیاتېدو سره به د کار زمینه پراخه شي او د هېواد اقتصاد به د ځان بسیاینې پر لور حرکت وکړي.

د کندهار صنعتي پارکونو آمر غوث‌الدین ثاقب وايي: « هغه پانګوال او صنعتکاران چې له هېواد څخه د باندې دي، اوس د دې اراده لري چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. زموږ هم له ټولو غوښتنه ده چې د خپل کور[افغانستان] په جوړولو کې ونډه واخلي.»

د یوه خصوصي شرکت مسوول حمزه وهاج وايي: « دا نندارتون د دې لپاره یو فرصت دی چې صنعتکاران، تولیدوونکي، تاجران او پانګوال له یوبل سره وویني، تجربې سره شریکې کړي او په دې سره د ملي ځان بسیاینې لپاره زمینه برابره کړي. د دې نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو وده.»

له بلې خوا، صنعتکاران وایي، دا نندارتون یو ښه فرصت دی، ترڅو د کورنیو تولیداتو کیفیت خلکو ته وښيي او د خلکو باور خپل شي.

د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوول سید سرور اماني وايي: « د دې نندارتون موخه د پېرودونکو جذب او خپل مرغوبیت خلکو ته ښودل ده. په ټوله کې موخه دا ده چې بازار موندنه وکړو.»

صنعتکار ابراهیم توخی وايي: « دا ډول نندارتونونه زموږ د داخلي تولیداتو په معرفي کولو کې مهم رول لري. موږ غوښتنه کوو چې په نورو ولایتونو کې هم جوړ شي، ترڅو خلک خپل تولید وپېژني.»

صنعتکاراحسام الدین عبیدي وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې د صنعتي ودې په موخه له صنعتکارانو ملاتړ وکړي او دغه راز په خپلو ادارو او پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.»

په همدې حال کې، د کندهار اوسېدونکي هم د نندارتون هرکلی کوي او وایي، تر دې وړاندې له ډېرو کورنیو تولیداتو سره نه ‌وو بلد، خو د دې نندارتون جوړېدو مرسته وکړه چې له خپلو تولیداتو سره وپېژني.

د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وايي: « زه د خپلو کورنیو او افغاني تولیداتو د لیدلو لپاره راغلی یم. دا ډول نندارتونونه موږ خپل محصولات معرفي کوي. دا نندارتون ماته راښيي چې د بهرنیو توکو په ځای خپل کورني تولیدات وپېرم.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی سلیمان شاه وايي: « زه ډېر خوښ یم چې د خپل هېواد تولیدات وینم. دلته ډېر داسې توکي شته چې ما له دې وړاندې نه وو لیدلي.»

د کندهار اوسېدونکی وايي: « موږ ته د دې ډول نندارتونونو جوړېدل ډېر مهم دي. باید خلک وویني چې زموږ په هېواد کې څه تولیدېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا ډول نندارتونونه نور هم ډېر شي.»

په نندارتون کې په دې ټینګار وشو چې د دې ډول پروګرامونو دوام او پراختیا کولی شي د کورنیو صنایعو د دوامدارې ودې او د کاري فرصتونو زیاتېدو لامل شي او دغه راز د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې هم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist