د پاکستان پوځي رژیم له لوري په متواتره توګه د افغانستان حريم له نقض وروسته، د اسلامي امارت ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر پوستو انتقامي بریدونه وکړل، خو برعکس پاکستان د کابل په زړه کې پر ملکي تأسیساتو هوايي بمبار وکړ چې ورسره د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.
د نښتو او ستونزو د ډېرېدو مخنیوي لپاره قطر او ترکیه منځګړیتوب ته اړ شول او د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹مه په دوحې کې د دواړو خواوو ترمنځ لومړني مذاکرات ترسره شول چې په کې پر اوربند موافقه وشوه.
له دې موافقې یوه اوونۍ وروسته د ترکیې په استانبول کې د مکانېزمونو د تطبیق او د یو بل غوښتنو او اندېښنو ته د رسېدو په موخه بله ناسته ترسره شوه او پر یو شمېر مواردو د پرمختګونو خبرې وشوې؛ خو له درېیو ورځو پرله پسې بحثونو وروسته کومې ښکاره پایلې ته له رسېدو پرته یې د پای ته رسېدو خبرونه خپاره شول.
د کره سرچینو په حواله، د پاکستان پوځي رژیم مذاکراتي ټیم چې مشري یې جنرال شهاب اسلم کوي، د مذاکراتو پر مهال څو څو ځله غير اصولي چلن کړی او د زور له ادرسه یې غوښتي چې پر افغان لوري هغه څه ومني چې ورپورې اړه نه لري.
سرچينو زیاته کړې، مقابل لوري له افغان مذاکراتي ټيم غوښتي چې د پاکستان ضد ټولې وسله والې ډلې د کنټرول لپاره افغانستان ته ور وغواړي.
سرچینه زیاتوي: « د پاکستاني ټيم مشر چې خورا بد چلن انسان دی، له افغان لوري غوښتنه کوي چې تاسو ټول هغه ګروپونه افغانستان ته در وغواړی او کنټرول یې کړی چې په پاکستان کې بریدونه کوي.»
سرچینه دغه راز وايي، د مقابل لوري بله غوښتنه دا وه چې که د پاکستاني طالبانو تحریک(ټيټيپي) په پاکستان بریدونه کوي، غچ به یې له افغانستانه اخیستل کېږي او کابل اړ دی چې د هغو ډلو د کنټرول تضمین ورکړي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو کله چې افغان لوري د پاکستان له هوايي حریم څخه په استفادې د افغانستان حريم ته د امریکايي ډرون الوتکو د ننوتو د مخنيوي او د داعش ډلې د مهارولو غوښتنه وکړه، پاکستاني پلاوي که څه هم سرکې یې دا ومنله، خو له اسلاماباد سره له اړیکو وروسته له خپلې کړې ژمنې په شا او تضمين يې ور نه کړ.
سرچینه په دې اړه وايي: « پاکستانی اړخ هم باید تضمین ورکړي چې نه به په خپله پاکستان د افغانستان هوايي حریم نقضوي او نه به هغو امریکايي ډرون الوتکو ته اجازه ورکوي چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه په استفاده راځي او د افغانستان حریم نقضوي. همدا ډول داعش پدیده به هم د پاکستان له خاورې په استفادې په افغانستان کې بریدونه نه کوي. پاکستاني پلاوي په لومړی سر کې خبره ومنله، خو لږ وروسته ټیلفون ورته راغی چې کله له ټیلفون څخه بېرته مجلس ته راغلل، له خپلې خبرې پر شا شول او ويې ویل، پاکستان نه شي کولی د امریکا د ډرون مخه ونیسي او یا د داعش تضمین ورکړي.»
سرچینه دا هم وايي چې پاکستان لوري نه یوازې د افغانستان هوايي حریم نقض په تړاو مطرح شوې اندېښنې بابېزه ګڼلې بلکې افغان لوری یې له مطرح کولو راګرځاوه او ويل يې چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان حریم ته له ننوتو ځکه نه شي راګرځولی چې دوی له امریکا سره په ادې برخه کې تړون لري. د سرچينېو په خبره، دې او ورته ناسنجیده عمل او غوښتنې په مذاکراتو کې حاضر ترکي منځګړي هم متعجب کړل.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا چې دوی ظاهرا ً په مذاکراتو کې کېناستل او غوښتل یې خپلې ګټې خوندي کړي، دا چې ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه وپېژندل شي، له هند سره اړیکې پرې شي، د دوی غوښتنې ومنل شي او په افغانستان کې لا ډېر واک ورکړل شي؛ نو دا چې د دې غوښتنو د منل کېدو امکانات نه وو، دوی هم مذاکرات پرېښودل؛ یا هم کېدای شي له غرب څخه لارښوونه ورته شوې وي چې مذاکره او شرطونه ونه منی، ځکه د هغوی پروژه دا ده چې دلته بې نظمي او بې ثباتي راولي.»
د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې لاهم په بشپړ ډول پای ته نه دي رسېدلې او د وروستي ځل لپاره د مذاکراتو د بیا پيل چانس لا شته دی.