Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
الکوزی: که د پاکستان لارې د تل لپاره هم وتړل شي، موږ ته یې زیان نه رسيږي

الکوزی: که د پاکستان لارې د تل لپاره هم وتړل شي، موږ ته یې زیان نه رسيږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/26

اسلام اباد له کابل سره د تړل شویو لارو د بندېدو پردوام ټینګار کوي. د پاکستان بهرنیوچارو وزارت ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د امنیتي اندېښنو له امله تړلې شوې دي؛ ځکه چې پاکستان ته له سوداګرۍ او د سوداګریزو توکو له لېږد رالېږد څخه د خپلو وګړو ژوند مهم.

افغانان بیا وايي، له تېرو دوه اوونیو راهیسې پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي، خو بیا هم په دې هېواد کې د امنیتي وضیعت نارمل شوی نه دی او بریدونه په کې کېږي؛ نو له دې ښکاري چې د پاکستان ناامني د دې هېواد خپله داخلي ستونزه ده او باید پر نورو یې ونه تپي.

دوی وايي، د افغانستان حکومت ته هم د افغانانو ژوند له ټولې نړۍ مهم او ارزښتمن دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خانجان الکوزی وايي: « که چېرې دا هغه لاره او یوه وسیله وي چې لاره د بنده شي او امنیت دې راشي، نو بیا سمه ده مګر که لارې بندې وي او امنیت هم را نه شي، نو بیا څه؟ له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې لارې بندې دي، خو په پاکستان کې امنیتي پېښې لا روانې دي. دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده، د دوی چارواکي وايي چې دوی ته لاره ارزښت نه لري بلکې د پاکستان د خلکو ژوند ارزښت لري؛ دا خبره د افغانستان لپاره هم همداسې ده؛ زموږ حکومت هم د یوه افغان یوڅاڅکی وینه په ټوله نړۍ نه ورکوي.»  

افغان حکومت وايي، له ټولو هېوادونو سره سوداګري غواړي، خو باید تجارت او سیاست سره ونه تړل شي. د چارواکو په خبره، د پاکستان له لوري د لارو تړلو له امله د افغانستان سوداګرۍ ته هېڅ زیان نه دی اوښتی بلکې له بدیلو لارو یې له نورو هېوادونو سره سوداګري روانه ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « کومه ستونزه چې پاکستان جوړه کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تجارت مخه نیولې او د دواړو هېوادونو سوداګرو، خصوصي سکټور او ولس ته یې زیانونه اړولي. موږ تل غوښتنه کړې چې سیاسي ستونزې له اقتصادي مسایلو لرې وساتل شي او نه باید سوداګري بنده شي. زموږ تجارت له مختلفو لارو همدا اوس هم ادامه لري، هوايي دهلېزونه فعال دي او له نورو ګاونډیو هېوادونو سره هېڅ ډول ستونزه نه لرو. له پاکستان سره ستونزه لرو او دېته په تمه یو چې د دوی له خوا ستونزه کله حل کېږي.»

افغان سوداګر بیا وايي، د پاکستان له خوا د لارو تړلو د دوی پر سوداګرۍ هېڅ ډول اغېز نه دی کړی، ځکه افغانستان اوس بدیلې لارې لري او له همدې لارو یې تازه میوې هند او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د دوی په باور، یوازې د افغانستان مېوه او یاهم کمه اندازه ترکاري په پاکستان کې مارکېټ لري، خو د وارداتو په برخه کې افغانستان پاکستان ته هېڅ ډول اړتیا نه لري او خپل اړین مواد له نورو هېوادونو څخه پوره کولی شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس خانجان الکوزی وايي: « بدیلې لارې شته او همدا اوس هره ورځ له ۲۰ تر ۸۰ کانټینرو پورې خپلې مڼې د عباس او چابهار بندرونو له لارې ولېږو. همدا اوس زموږ مېوې هندوستان ته روانې دي؛ همدارنګه د وارداتو په برخه کې موږ هېڅکله پاکستان ته محتاج نه یو، نه په ټرانزیټي کې اړتیا لرو او نه هم په جنس کې. موږ له پاکستان څخه یوازې سیمنټ او وریجې راوړو، زموږ سوداګر همدا اوس په هند کې ناست دي او د وریجو خریداري کوو، موږ له بنګله دې او چین څخه هم وریجې واردوو. همدارنګه د خپلو سیمنټو اړتیا هم له تاجیکستان او ازبېکستان څخه پوره کوو. که له پاکستان سره دروازې د تل لپار هم بندې شي، موږ ته یې زیان نه رسېږي.»  

د سوداګریزو چارو شنونکي او اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان له لوري د ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو تړلو زیات زیان پاکستان ته رسېدلی او له امله یې په دې هېواد کې د ترکارۍ او تازه مېوو بیې څو چنده لوړې ختلې دي. د ګډې سوداګریزې خونې د چارواکو په خبره، په اسلام اباد کې د یوې کیلو تازه ترکارۍ بیه  تر ۱۵۰۰ روپیو رسېدلې مګر برعکس افغانستان کې بیا هرڅه پرېمانه او ارزانه دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « یوازې اقتصادي برخه کې له ۸۰۰ تر ۹۰۰ میلیونه افغانیو پورې افغانستان ته مشکلات ایجاد شوي، خو پاکستان ته له موږ ډېر زیان رسېدلی؛ ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ کې ۶۵ سلنه د پاکستان له خوا افغانستان ته صادرات کېږي. سره له دې چې سوداګرو ته زیان رسېدلی، خو د خوشبختۍ ځای دا دی چې افغانستان کې له قېمتي راغلې او نه هم قحطي.»

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس خانجان الکوزی وايي: « نن یو کیلو روميان په اسلام اباد کې په ۱۵۰۰ کلدارو خرڅېږي حال دا چې په کابل کې ۷ کیلو په ۱۰۰ افغانۍ دي. دا د پاکستاني لپاره تدریجي او اقتصادي مرګ دی. بله دا چې همدا اوس په میلیونونو ډالرو د دوی کېله خرابه شوه، امونه یې خراب شول، همدارنګه حبوبات او لبنیات یې خراب شول.»

له تېرو ۱۴ورځو راهیسې د اسلام اباد له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې تړلې لارې بندې شوې او لاهم دوام لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ ارزښت نږدې دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسیږي چې له دې ډلې ۱.۵میلیارد ډالرو په ارزښت پاکستان افغانستان ته صادرات لري او شاوخوا اته سوه میلیون ډالرو په ارزښت د افغانسان توکي پاکستان ته صادریږي. د دې ترڅنګ، پاکستان هر کال ۶۰۰ زره ټنه سوداګریز توکي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لېږدوي چې دا لړۍ اوس په ټپه ولاړه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist