Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند د نباتې غوړیو له پلوه پرځان بسیا شو

هلمند د نباتې غوړیو له پلوه پرځان بسیا شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/08

د هلمند صنعت او سوداګرۍ خوني مسوولین وایي، په دې ولایت کې هره میاشت تر٤٠٠ ټنو پورې نباتي غوړي تولیدیږي چې ډېره برخه یې د پنبې دانې څخه لاسته راځي.

د دوی په خبره، هلمند ولایت اوس د خوراکي غوړیو د تولید له پلوه پرځان بسیا شوی او نورو ولایتونو ته هم د لېږد لړۍ پيل شوې ده. 

د هلمند سوداګرۍ خوني اجرايي مدیر قدرت الله توخی وايي: «  موږ په هلمند ولایت کې ۷۶ کارخونې لرو چې په کې ۲۵ کارخونې غوړي تولیدوي او ۵۶ یې اوس فعاله دي. دغه ۲۵ کارخونې په یوه میاشت کې ۴۰۰ ټنه غوړي تولیدوي. هلمند کې تولید شوي غوړي خپله هلمند ولایت کې مصرفېږي او شمالي ولایتونو ته هم استول کېږي.»

یو شمېر هغه سوداګر چې په لښکرګاه ښار کې د پنبې دانې تولید شویو غوړیو هټۍ لري، د خپل کاروبار له ښه کېدو خبر ورکوي او وايي، هره ورځ له ١٠٠٠ تر ۲۰۰۰ لېټرو د پنبې دانې غوړي پلوري.

د دوی په خبره، د پنبې غوړیو کیفیت ښه دی او له همدې امله تر پخوا ښه پېرودونکي لري.

د غوړیو پلورونکی ابراهیم شاه وايي: « دلته اوس ډېر ښه غوړي تولیدېږي، ما د امارت په راتګ سره د غوړیو کاروبار پيل کړی؛ که څه هم په لومړي سر کې مو فروشات ډېر کم وو، خو اوس یې پېر او پلور زیات شوی. زه له دې دوکان څخه هر ورځ تر ۱۳ بېلرو غوړي پلورم.»

د هلمند اوسېدونکې خوښ دي چې خپل ولایت کې یې له کرنیزو محصولاتو تولید شوي غوړي استفاده کوي.

دوی له مسوولینو غوښتنه کوې چې د غوړیو د بسته بندۍ ترڅنګ دې د قېمتونو په ټیټولو کې هم هڅې وکړي.

د هلمند اوسېدونکی جان محمد وايي: « غوړي ښه دي، خو تر پخوا ډېر ګران شوي، موږ هیله لرو چې بیې یې راټیټې شي.»

د هلمند اوسېدونکی ضیاالحق وايي: « ډېر ښه او با کیفیته غوړي دي او هرڅوک کولی شي لاسرسی ورته ولري.»

هلمند کې د پنبې پروسېس ٧٦ کارخونې شته چې د شاوخوا٦٠ فعاله فابریکو له ډلې یې ٢٥ د غوړیو، صابون او کنجاړې تولیدات لري او په ورځني ډول ترې شاوخوا ١٦ ټنه غوړي لاسته راځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist