Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات صنعتي ښارګوټي کې د کارګرانو معاش ۳۰ سلنه لوړ شو

هرات صنعتي ښارګوټي کې د کارګرانو معاش ۳۰ سلنه لوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/04

هرات کې د صنایعو او کانونو خونې مسوولان د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې د کارګرانو په معاشونو کې د دېرش سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
دوی وایي، دا پرېکړه یې د کارګرانو د اقتصادي ستونزو د کمولو او له هغوی څخه د ملاتړ په موخه کړې.
د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « ځینې شرکتونه ډېر لږ معاش ورکوي، موږ له دې شرکتونو غواړو چې د خپلو کارګرانو معاش له ۳۰ فیصدو هم پورته ور زیات کړي، موږ به پر دغو شرکتونو ډېر فشار راوړو، ترڅو د خپلو کارګرانو معاش لوړ کړي.»
صنعتکار سعد خطیبي وايي: « موږ همدې سبا چمتوالی لرو چې د خپلو کارګرانو معاش لوړ کړو. زه د افغانستان ټولو صنعتکارانو ته وړاندیز کوم چې خپلو کارګرانو ته پاملرنه وکړي، ځکه دوی ته ورکول کېدونکی معاش د هغوی اړتیاوې نه پوره کوي او دا یې پرموږ حق دی چې معاش یې لږترلږه ۳۰ سلنه لوړ کړو، ترڅو آرام ژوند ولري.»
د هرات ځايي چارواکي هم د صنعتکارانو دا پرېکړه ستایي او وایي، د کارګرانو د ژوند ښه کېدل به نه یوازې د کورنیو اقتصادي بوج کم کړي بلکې د کډوالۍ او بېلابېلو ټولنیزو ستونزو کمولو کې هم ګټور تمامېدای شي.
هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار وايي: « صنعت هغه سپېڅلی، پاک او ښایسته شغل دی چې ګڼو خلکو ته د کار کولو زمینه برابروي. په کار زموږ د ځوانانو بوختیا یانې د جرایمو، نشه يي توکو کارونې، غیر قانوني مهاجرتونو او نورو را کمول.»
د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس
بشیرمحمد سیرت وايي: « زموږ تجارتي او تولیدي شرکتونه که غواړي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، باید د خپلو کارګرانونو معاشونه زیات او د هغوی ستونزې هوارې کړي.»
یو شمېر کارګران د خپلومعاشونو له زیاتوالي هرکلی کوي او وایي، د وروستیو کلونو اقتصادي ستونزو له امله د ورځنیو لګښتونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ کړي وو، خو د معاشونو زیاتوالی به مرسته وکړي چې د خپلو کورنیو ورځنۍ اړتیا پوره او پر اقتصاد یې مثبت اغېز ولري.
کارګره سکینه محمدي وايي: « دا به ډېر ښه شي، زموږ لګښتونه به پوره کړي، کار ته به تشویق شو او له هر پلوه به کارګرانو ته ګټه ورسوي.»
کارګره حُریه وايي: « دا ډېر ګام دی، په دې سره به موږ له خپلې کورنۍ سره لا ډېره مرسته وکولی شو.»
د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولانو د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دې ولایت صنعتي ښارګوټي کې کارګران په اوسط ډول میاشت کې له ۸ تر ۱۲ زرو افغانیو معاش اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist