Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې د کرومایټ ډبرو پروسېس کارخونې فعالیت پيل کړ

خوست کې د کرومایټ ډبرو پروسېس کارخونې فعالیت پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

د خوست تڼیو ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د پروسېس یادې فابریکې له پرانیستې سره هم مهاله، محلي چارواکي وايي دا فابريکه به په ۲۴ ساعتونو کې د سل ټنو کرومايټ ډبرو پروسېس ظرفيت ولري.

د مسوولانو په خبره، د کانونو او پټرولیم وزارت په پلان کې لري چې په نږدې راتلونکي کې به په دې ولایت کې د کانونو د اساسي سروې لپاره کار ترسره کړي.

د خوست کانونو او پټرولیم رییس صادق جان حمزه وايي: « موږ له دې پرته په ګربزو کې درې او ځاځي میدان کې دوه د کرومایټو قراردادونه نور هم لرو. د وزارت مقام په پلان کې لري چې د سروې لپاره یو مجهز ټیم را ولېږي او په اکثریت ولسوالیو کې شته معدنونه له سروې وروسته په قرارداد ورکړل شي.»

یاده فابریکه چې شاوخوا د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پانګونه پرې شوې، مسوولان یې وايي، د کرومایټ او نورو قېمتي ډبرو اکثریت خام مواد ګاونډي هېوادونه هلته له پروسېس وروسته په خپلو نومونو نورو هېوادونو ته صادروي؛ خو دوی زیاتوي چې که داخلي پانګوال په خپل هېواد کې د ورته پانګونې له لارې کار وکړي، تر ډېره به یاده ستونزه هواره شي.

د یلومون ګروپ رییس حلیم فرمولي وايي: « پانګونه په دې مانا ده چې وده له کلي او ولسوالۍ څخه پيل کېږي او ښار ته راځي. دا یو ښه فرصت دی چې امنیت تأمین دی او موږ کولی شو شپه او ورځ کار وکړو.»

د شرق نفرایټ استخراجي شرکت معاون عبدالطیف واحدي وايي: « دلته یوه داسې فابریکه فعالیت پيلوي چې د پروسېس چارې به پرمخ وړي. له دې وړاندې د پروسېس دا ډول کارخانې نه وې او زموږ خام مواد به په ګاونډیو هېوادونو کې پروسېس کېدل او د هغوی په نوم به نورو هېوادونو ته صادرېدل.»

اخوا د خوست تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې د کاني سیمو اوسېدونکو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، د یادو سیمو اوسېدونکي له ګڼو اساسي اسانتیاوو بې‌ برخې دي. نو اړینه ده چې د ورته تړونونو پرمهال د خلکو اړتیاوو ته هم رسېدنه وشي؛ ترڅو د ژوند له بنسټیزو خدمتونو برخمن شي.

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی رفېع الله وايي: « خلکو ته باید د کار زمینه برابره شي. له دولت غوښتنه کوو چې دا نور کانونه هم استخراج کړي، ترڅو خلک په کار شي.»

د تڼیو یو بل اوسېدونکی جمعه دار وايي: « له موږ سره پخوا ډېر قولونه شوي وو، خو بیا هغه څه ونه شول.  موږ ته تر اوسه د پام وړ کارونه نه دي شوي.»

خوست کې د کرومایټ ډبرو د پروسېس او استخراج سره هم مهاله ځایي چارواکي ډاډ ورکوي چې په سیمه ییزه کچه به د کاني سیمو مېشتو خلکو ته په اساسي برخو کې رسېدنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist