Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي معاونیت هېواد ته د بې کیفیته کاني موادو پر وارداتود بندیز مسوده تایید کړه

اقتصادي معاونیت هېواد ته د بې کیفیته کاني موادو پر وارداتود بندیز مسوده تایید کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/22

وروسته له هغه چې د هېواد په ګڼو ولایتونو او په ځانګړي ډول بلخ ولایت کې د تېلو د خراب کیفیت په تړاو د خلکو شکایتونه ډېر شول، د کانونو او پټرولیم وزارت د بې کیفیته نفتي توکو پر وارداتو بندیز ولګاوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، دغه پرېکړه په کور دننه له شته کانونو څخه د خامو موادو پروسېس زیاتولو او خلکو ته د کاري فرصتونو زمینې برابرولو په موخه شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د کاني موادو د پروسېس او صادراتو پالیسۍ چمتو شوې مسوده د اقتصادي معاونیت له خوا تایید شوه. د دې مسودې موخه په کور دننه د کاني موادو پروسېس ته زمینه برابرول، په دې برخه کې کاري فرصتونه ایجادول، د بهرنۍ پانګه راجلبول او د اړوند وزارتونو ترمنځ د لا ډېر همکارۍ او همغږۍ چمتو کول مقصد دی.»

په ورته مهال، شمال زون کې د نفتي موادو د اتحادیې مسوولین که څه هم له دغې پرېکړې هرکلی کوي خو وايي، په هېواد کې شاوخوا ۱۵ د نفتو د چاڼ کارخونې فعالیت لري چې هره ورځ نږدې څلور زره ټنه خام مواد پروسېس کوي، خو د بندیزونو له امله د تولید بهیر له ستونزو سره مخ شوی.

د مسوولینو په خبره، هېواد کې د نفتي موادو استخراج په کور دننه د شته کارخونو اړتیا نه شي پوره کولی او له اسلامي امارت غواړي چې د آمو دریا نفتي حوزې څخه د نفتو استخراج کچه لوړه کړي.

په شمال زون کې د نفتي موادو اتحادیې مسوول مومین ضيايي وايي: « دغه نوی نورم چې له تېرو ۳ میاشتو راهیسې تطبیق شوی، چاپېریال، د هوا ککړتیا او د ناروغیو مخنیوي ته ګټه رسوي؛ ځکه چې دغه مسایل د بې کیفیته تېلو له امله منځته راتلل.»

همدارنګه، د نفتي موادو د چاڼ کارخونو یو شمېر مسوولین وايي، بندیزونو یې فعالیت ټکنی کړی او په جدي توګه د خامو موادو له کمښت سره مخ شوي.

له بلې خوا یو شمېر پانګوال وايي، اسلامي امارت دې د بې کیفیته نفتي موادو د وارداتو بندیز تر هغې وځنډوي چې دوی خپل تولیدات پرنړیوالو نورمونو برابروي.

د نفتو چاڼ کارخونې مسوول کام بېز صدري وايي: « له دې وړاندې 05 تېل راتلل او بازار ته وړاندې کېدل؛ دا هغه تېل دي چې د کیفیت له پلوه ټیټ ځای لري. د نوي ستندرد له مخې 01 او 02 تېل راځي او په بازار کې تر اتیا سلنو اړتیا پوره کوي. د افغانستان داخلي چاڼ خونې هم کوښښ کوي چې ځانونه له دې نورم او ستندرد سره عیارې کړي.»

د نفتو کارخونې مسوول محمد صادق سمنګاني وايي: « موږ د اسلامي امارت له دې نوي نورم هرکلی کوو، اوسمهال د ښه کیفیت تېل واردېږي او تمه لرو چې د چاپېریال ککړتیا کمه شي. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د تېلو چاڼ داخلي فابریکو ملاتړ وکړي، د تېلو د تولید کچه لوړه کړي؛ په دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به فابریکې خام مواد ولري.»

د معلوماتو له مخې، دا مهال په بلخ او هرات ولایتونو کې د نفتي موادو د چاڼ ١٥ کارخونې فعالیت کوي چې په ورځني توګه شاوخوا څلور زره ټنه خام مواد مصرفوي. له دغه شمېره يې يوازې ٧٠٠ ټنه د سرپل قشقري نفتو له کانونو تر لاسه کوي او پاتې نور له بهرنیو هېوادونو وارېدېږي .

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist