د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د شنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۴ مه» کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیر بخیت سلطانوف سره کتنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په دغه کتنه کې قزاقستان چمتووالی ښودلی،چې له افغانستان سره بانکي اړيکې، هوايي الوتنې او دغه راز افغان زده کوونکو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې بهیر بیا پیلوي.
متقي د قزاقستان له بشري مرستو او پر نړيواله کچه له افغانستانه د ملاتړ مننه کړې او دواړو لورو د سياسي او اقتصادي اړيکو پر لا پراختيا ټینګار کړی.