Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وارداتي توکو هرات کې یو شمېر تولیدي کارخونې د پرځېدو له خطر سره مخ کړې دي

وارداتي توکو هرات کې یو شمېر تولیدي کارخونې د پرځېدو له خطر سره مخ کړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/18

هرات کې پلاسټیکي توکو تولیدي کارخونې لرونکي له نورو هېوادونو څخه د ورته توکو د  وارداتو مخنیوی غواړي.

دوی وایي، په دې برخه کې یې میلیونونه ډالره پانګونه کړې، خو اوس وارداتي توکو په کور دننه د دوی له خوا د تولید شویو توکو ځای نیولی او له دې سره یې د کارخونو فعالیت د درېدو په حال کې دی.

صنعتکار عبدالقدوس وايي: « د کارخونو د ماتېدو لامل دا دی چې له بهرنیو هېوادونو ورته توکي راځي. اوس ایله ۲۰ یا ۲۵ شرکتونه فعال دي.»

صنعتکار عبدالقدیر امیني وايي: « دوه کاله وړاندې مې له ۷۰ تر ۸۰ تنه کارګران درلود، خو اوس ۲۵ تر ۳۰ تنو پورې رسېدلي. د دې لامل دا دی چې ایران څخه پرېمانه توکي راځي او زموږ بیا څوک نه اخلي.»

د دغو کارخونو کارګران هم ورځ تر بلې د تولیداتو سوړ بازار ته په پام اندېښمن دي او خبرداری ورکوي چې که حالت همداسې دوام وکړي، ډېر شمېر کارګران به بي روزګاره شي.
د یوې تولیدي کارخونې کارګر غلام رسول وايي:« موږ په ورځ کې له ۳۰ سلنو زیات کار نه کوو، ځکه چې زموږ تولیدات څوک نه اخلي. له ایران څخه د وارداتي توکو کیفیت ټیټ او قېمت ارزانه دی، خو زموږ کیفیت ښه دی. له دولت غوښتنه کوم چې له ایران څخه د وارداتو مخه ونیسي، ترڅو موږ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا شي.»

یو بل کارګر خان محمد وايي: « له تېر کال راهیسې زموږ اجوره ورځ تر بلې را ټیټېږي. په دې پیسو او معاش هېڅ نه کېږي.»

ځایي مسوولان په کور دننه د صنعتکارانو او کورنيو تولیداتو د ملاتړ ډاډ ورکوي او زیاتوي چې د ورته توکو د وارداتو مخنیوي په موخه به پر یادو توکو تعرفې لوړې شي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي اداره د صنعتکارانو د اصلي او قومي ملاتړي په توګه تل هڅه کړي چې د صنعت پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي. موږ د هرات ټولو صنعکارانو ته ډاډ ورکوو چې د هرات ولایتي اداره به د صنعت د ودې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.»

د صنعتکارانو د معلوماتو له مخې، هرات کې د پلاسټیکي توکو د تولید شاوخوا ۵۰ تولیدي کارخونو فعالیت درلود، خو له  نورو هېوادونو د ورته بې کیفیته توکو وارداتو زیاتوالي له امله دغه شمېر اوس ۲۵ ته کښته شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist