Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېوادوال په پرله پسې توګه د تېلو بیو له لوړېدو شکایت کوي

هېوادوال په پرله پسې توګه د تېلو بیو له لوړېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/17

د سټنډرډ ملي ادارې له خوا هېواد ته د بې کیفیته نفي توکو د وارداتو مخنیوي لپاره د نویو سټنډرډونو تصویب او د دې ادارې له خوا د نفتي توکو په بیو کې د احتکار له مخنیوي سره، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د نفتي توکو په ځانګړي ډول د پټرولو په بیو کې لوړوالی د موټر چلوونکو لپاره په لویې ننګونې بدل شوی.

د کابل ښار یو شمېر موټر چلوونکي د پټرولو په بیو کې له لوړوالي شکایت کوي او وایي، له نږدې ۳۰ ورځو راهیسې د یوه لېټر پټرولو بیه له ۱۰ تر ۱۵ افغانیو لوړه شوې او دغه کار د دې سبب شوی چې دوی له مایع ګاز څخه ګټه پورته کړي.

موټر چلوونکي ټینګار کوي چې د نفتي توکو د بیو لوړېدو سره نه شي کولی خپل او د کورنۍ لګښتونه پوره کړي او له اړوند حکومتي ادارو د جدي پاملرنې او د احتکار د مخنیوي غوښتونه کوي.

ټکسي چلوونکی بلال وايي: « د تېلو بیې ورځ تربلې پورته ځي او ورسره نرخونه هم لوړېږي. له همدې امله موږ مجبور یو چې خپل موټر ګازو ته واړوو، دا بیا سبب کېږي چې د موټر ماشین ژر له منځه لاړ شي.»

ټکسي چلوونکی محمد اصف وايي: « له حکومت غوښتنه کوم چې نرخونه کنټرول کړي، که دا تېل وي یا هم خوراکي او نور توکي، باید نرخونه یې کنټرول شي.»

په ورته وخت کې د کابل ښار اوسېدونکي وایي، سره له دې چې افغانستان د نفتي توکو بډایه سرچینې لري، خو بیا هم د اړتیا وړ نفتي توکي له ګاونډویو هېوادونو واردیږي.

دوی په هېواد کې د نفتي توکو بیو ټیټوالي لپاره له اسلامي امارت او پانګوالو څخه په هېواد کې د نفتي توکو د استخراج په برخه کې د پانګونې غوښتنه کوي.

د کابل اوسېدونکی ریاض وايي: « افغانستان داسې ځای دی چې خپله پرېمانه تېل، نفت او ګاز لري. باید د دغو زېرمو د استخراج تړون کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي، ترڅو د خپلو تېلو خاوندان شو.»

په ورته مهال، سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د معلوماتو پر بنسټ افغانستان په یوه کال کې نږدې ۳.۵ میلیون ټنه تېل د سیمې او ګاونډ له هېوادونو څخه واردوي.

دوی د تېلو بیو لوړوالي لامل په نړۍ کې د تېلو نرخ لوړېدل او د بې کیفیته توکو د وارداتو مخنیوی بولي. هغوی له حکومت غواړي چې د دغو نفتي توکو د بیو ټیټېدو لپاره له هېوادونو سره د A92  پټرول تېلو قرادادونه لاسلیک کړي.

د سوداګرۍ خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: «  کابل ته اکثریت تېل او نفتي توکي د شمال له لارې راځي. دا چې په سالنګ لویه لار کې ستونزې شته او ټېلري موټر نه شي راتللی، دې کار هم په نرخونو یو څه اغېز کړی، مګر دومره لوی توپير باید ونه لري. زه هیله لرم اسلامي امارت دې کار ته د پای ټکی کېږي. باید له هغو هېوادونو سره خبرې وشي چې A92 پټرول تېل لري او موږ کولی شو له هغه ځایه یې وارد کړو.»

له بلې خوا، د اقتصادي چارو شنونکي د بازار کنټرول او د مؤثره او مثمره نرخونو کنټرول لپاره له احتکاره مخنیوی غواړي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې حکومت باید لازم ګامونه پورته کړي.

اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « دولت ته په کار ده چې په لومړي سر کې له بدیلو هېوادونو سره قراردادونه وکړي او بله دا چې په کافي اندازه زخایر ولري، ترڅو د احتکار مخنیوی وشي. که چېرې دولت زخایر ونه لري ښکاره خبره ده چې خلک له ستونزو سره مخ کېږي. یوازینۍ لاره دا ده چې له بدیلو هېوادونو سره قراردادونه وشي او حکومتي زېرمې له تېلو ډکې شي.»             

له دې ټولو سره، د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي د نرخونو کنټرول په موخه له یادې ادارې څخه نرخ پاڼې وېشل کېږي او په ساحو کې د دوی نظارتي ټیمونه فعالیت کوي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی وايي: « د تېلو په اړه باید ووایم چې د A80 پټرولو واردات مطلق بند شوي او یوازې A92 تېل وارېدېږي. دا ښکاره خبره ده چې د A92 تېلو قېمت له A80 تېلو لوړ دی. دا تېل هم د نرخپاڼې له مخې پلورل کېږي او که څوک شکایت لري، له ښاروالۍ سره دې اړیکه ونیسي.»             

د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې د نفتي توکو واردونکي مکلف دي چې د تېلو بیو د تعادل په برخه کې همکاري او له احتکار څخه ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist