Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د امریکا له حکومت د سناتورانو غوښتنه؛ د افغانستان کنګل پیسې خوشې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/20

د امریکا ۳۹ سناتورانو د امریکا د خزانې له وزارت غوښتي دي، چی د افغانستان نهه اعشاریه پنځه میلیارده کنګل شوي ډالر خوشې کړي.

دغو سناتورانو هغه لیک په ګډه لاسلیک کړی دی،چې له امریکا حکومت په کې غوښتنه شوې ده،چې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه څه باندې ۹ میلیارده ډالر ازاد کړي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې مشر هم له مرستندویو هیوادونو غوښتنه کړې ده،چې د افغانستان بانکي نظام بیارغیدو لپاره هغوی سره مرسته وکړي.

ګرېفیټ  زیاته کړې:«د افغانستان د بانکي نظام ټیکاو یوازې د افغانانو د ژوند ژغورنې او خوندیتوب لپاره نه بلکې د نړیوالو بشري بنسټونو د مرستو رسولو لپاره هم ډېر اړین دی او د بانکي نظام د ټيکاو لپاره بشري مرسته مهمه ده.»

مارتېن ګریفیټ یو ځل بیا د افغانانو پر بد وضعیت اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي،چې میلیونونه کسان د بد اقتصادي وضعیت له امله له لوږې او ناروغۍ سره مخ دي.

ګریفیټ  زیاتوي:« موږ په افغانستان کې په چټکۍ سره د بشري وضعیت د خرابېدو له امله ډېر اندیښنمن یو. دغه وضعیت، میلیونونه افغانان له لوږې، ناروغۍ او مړینې سره مخ کړي دي.»

اسلامي امارات مرستیال ویاند بلال کریمي وايي،د هر هغه اقدام او څرګندونې ملاتړ کوي،چې له امله یې افغان ولس سره بشري مرسته کېږي او بد اقتصادي وضعیت یې ورسره رغېږي.

خو اسلامي امارات د ملګرو ملتونو په څېر د نړیوالو بنسټونو هغه څرګندونې ناسمې بولي، چې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان له بد بشري ناورین سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist