په کندهار ولایت کې د صرافانو ټولنه وايي،له کلونو راهيسي ګاونډيو هېوادونو ته ډالر په قاچاقي ډول وړل کیږي، چې له امله یې هېواد کې د پولي معاملاتو ثبات ته زيان اړولی.
د یادې ټولنې مشر حاجي قندي آغا وايي، دا مهال، چې د افغانستان شتمني کنګل شوې او لاهم ګاونډيو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق روان دی، ټول زيان يې افغانانو ته رسيږي.
قندي آغا له اسلامي امارته غواړي،چې بهر ته دې د ډالرو قاچاق مخه ونیسي.
قندي آغا زیاتوي:«ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو قاچاق ستونزه پیدا کړې، اوس وخت کې چې افغانستان بانک بازار ته د ډالرو فروشات نه لري، له بلې خوا د افغانستان سرمایه کنګل شوې ده، نو په همدې خاطر چې اوس کوم قاچاق کېږي، هغه زموږ پر بازارونو باندې ناسم اغیز کړی دی.»
په کندهار کې د افغانستان بانک مسوولين، د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د ولایت مقام د رسنيو مسوولين په دې اړه زموږ سره خبرو کولو ته حاضر نه شول، خو عام خلک له اسلامي امارته غواړي،چې د افغانيو د ارزښت او بیو د کنټرول لپاره د ډالرو د قاچاق مخه ونيسي.
د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی عزت الله وايي:« د ډالرو د قاچاق مخنیوی باید وشي، اوسنی کاروبار ټول پر ډالرو دی،که خوراکي توکي دي او یا د سون توکي دي، دا پر ډالرو اخېستل کېږي، نو دا ډېر سخت زیان لري، ځکه زموږ ډالر ټول نورو هیوادونو ته قاچاق کېږي.»
د امريکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ له کنګل کېدو سره سم په هېواد کې بانکی فعاليتونه او سوداګري محدوده شوې،چې له امله یې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي او خلک له اقتصادي ناخوالو سره مخ شوي دي.