Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بغلان کې د غوري سیمنټو توليدي فابریکې د درېیم فاز جوړولو عملي کارونه پيل شول

بغلان کې د غوري سیمنټو توليدي فابریکې د درېیم فاز جوړولو عملي کارونه پيل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/02

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بغلان د غوري سیمنټو د توليد فابریکې دریم فاز د جوړولو عملي کارونو پرانيسته وکړه.

ټاکل شوې دغه فاز د ۸۶.۷ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي او په دې توګه به د يادې فابریکې د توليد ظرفيت په ورځنۍ توګه د ۵ زره ټنه سیمنټو توليد ته پورته شي.

د ریاست الوزرا اقتصادې مرستیال وايي، د یادې فابریکې د درېيم فاز جوړولو کارونو له پيل او فعاليت سره به سلګونه کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د سیمنټو اړتیاوې به په کور دننه تر یوه بریده پوره شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي: « د دې فابریکې ټول ارزښت ۸۶.۸ میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی چې ټولې چارې یې د ملي پراختیا شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي. د غوري سیمنټو د نویو فابریکې ورځنی تولیدي ظرفیت ۵۰۰۰ زره ټنه دی او دا په هېواد کې له لویو صنعتي فابریکو ګڼل کېږي. د دې فابریکې ټولې عملي چارې به په ۱۸ میاشتو کې پای ته ورسېږي.»

د برادر په خبره، صنعتې پرمختګ د هر هېواد لپاره بنسټیز اهمیت لري او حکومت ژمن دی چې د هېواد صنعتي کېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال د بغلان ځايي چارواکي وايي، حکومت په تېرو څو کلونو کې ثابته کړې چې د هېواد له زېرمو په ښه توګه ګټه اخلي او له خلکو غواړي چي ورسره همکار پاتې شي. دوی دا هم وايي، خلک دې په ودانېزو چارو کې له وطنې تولیداتو ګټه واخلي.

د بغلان والي عبدالرحمن حقاني وايي: « موږ د خصوصي سکټور له پانګوالو او متخصصینو څخه مننه کوو او له خپل ولس څخه مو هیله دا ده چې کورني تولید ته لومړیتوب ورکړي. د دولت او ولس ګډ کار، همکاري او ملاتړ هغه څه دي چې پرمختګ تضمینوي.»

بله خوا، د دولتي شرکتونو رياست د غوري سیمنټو فابریکه د هېواد صنعتې خپلواکۍ لپاره سترګام او د ملي تولید د ځواک پياوړتيا وسيله بولي.

د دولتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وايي: «  لکه څرنګه چې اسلامي امارت د هېواد آزادۍ ته ژمن و او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره یې بې ساري قربانۍ ورکړې، د هېواد آبادۍ ته هم ژمن دی او د بیا رغونې کارونه په ډېره چټکۍ سره روان دي. موږ به په نږدې راتلونکي کې د دې شاهدان یو چې داسې پرمختګونه به رامنځته شي چې په تېرو څو لسیزو کې به یې ساری نه وي لیدل شوی.»

د غوري سیمنټو فابریکه دوه فعال فازونه لري او په ورځني ډول ۷۰۰ ټنه سیمڼت تولیدوي.

باور دا دی چې د یادې فابریکې د درېیم فاز له فعالولو سره به تر ډېره بریده هېواد کې د سیمنټو بيې راټيټې شي او په تدریجي ډول به په دې برخه کې پر نورو هېوادونو تکیه هم راکمه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist