Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو درېیمې فابریکې جوړولو چارې پيل شوې

په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو درېیمې فابریکې جوړولو چارې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/01

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په ۹مه په بغلان ولایت کې د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې جوړېدو چارو د پيل پرانسته وکړه.

د رياست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال پرانستغونډې ته خبرو کې صنعتي پرمختګ د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره حياتي بولي.

نوموړي دا څرګندونې په بغلان کې د سمنټو د يوې لویې فابریکې جوړېدلو د پرانستې پرمهال کړې او زياته کړې يې ده چې صنعتي فابريکې نه يوازې په هېواد کې د توليد ځواک پياوړی کوي بلکې د ملي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لوبوي.

نوموړی ډاډ ورکوي چې د دې نوې فابریکې د فعالیت له پيل سره به د سمنټو اړتیاوې په کور دننه پوره، د اسعارو مصرف به کم، کار فرصتونه به زیات او د سمنټو بیې به ثابتې شي.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر زیاته کړې: « د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې د تولید په پيل سره به د هېواد کې د سمینټو اړتیا لویه برخه په کور دننه پوره شي، صنعت به پراختیا پيدا کړي، له هېواد څخه به د اسعارو وتلو مخنیوی وشي، د ودانیزو چارو په تسهیل او تسریع او د سیمنټو په نرخ کې به ثبات رامنځته شي. ډېرو هېوادوالو ته به کار پیدا او په لویه کې به د صنعتي افغانستان پر لور مهم ګام واخیستل شي.»

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د غوري سیمنټو د درېیمې فابریکې له مسوولینوغوښتي چې د یادې فابریکې چارې له منل شویو معیارونو سره سمې په پوره صداقت پرمخ یوسي او له هر ډول کاري او تخنیکي غفلت څخه ډډه وکړي.

په بغلان کې د چارواکو له لوري تازه پیل شوې فابریکې جوړولو لپاره ۸۶.۷ میلیون ډالره بوديجه په پام کې نيول شوې او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist