Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
موټرچلوونکي: پاکستان یوځل بیا تورخم کې په افغان مېوو بار لارۍ درولې دي

موټرچلوونکي: پاکستان یوځل بیا تورخم کې په افغان مېوو بار لارۍ درولې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/28

تورخم د افغانستان، پاکستان، منځنۍ اسیا او یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټي ګڼه ګوڼې له مخې مهم بندر بلل کېږي.

دلته د افغانستان پر تازه مېوو او خوراکي توکو سلګونه بار موټر درول شوي دي. موټر چلوونکي وایي، دا کار پاکستاني پولیسو کړی او له څو ورځو راهیسې دوی ته اجازه نه ‌ورکوي چې له کرښې هاخوا تېر شي.

موټر چلوونکی هارون وايي: « دا دواړه هېوادونه دومره سره سخت دي چې موږ ته هېڅ ډول اسانتیا نه شته. په دې موټرو کې رومیان او مېوې بار دي، که دوې ورځې نور ودرېږي، ټول به خراب شي. په داسې حال کې چې د ډبرو سکرو موټرو ته اجازه ورکوي.»

موټر چلوونکی عبد الباسط وايي: « دوې ورځې کېږي چې دلته ولاړ یو. په دې موټرو کې سبزۍ او انګور بار دی او خرابېږي. هرکال په دې وخت کې ستونزې جوړېږي او سوداګرو ته زیانونه رسي.»

موټر چلوونکي وایي، پاکستان د خپلو سیاسي موخو د تعقیب لپاره وخت ناوخت د بېلابېلو پلمو له مخې دا لاره تړي. د دوی په خبره، که د سرپرست حکومت چارواکي یې غږ وانه ‌وري او له پاکستاني اړخ سره په دې اړه خبرې ونه ‌کړي؛ ممکن نږدې ورځو کې مېوې خرابې او میلیونونه افغانۍ زیان ور واوړي.

موټر چلوونکی الماس وايي: « نن مې دویمه ورځ ده چې دلته ولاړ یم، هرکال همدا لانجې دي، کله چې  رومیانو او انګورو سېزن شي، لاره بنده شي. مال لرونکي هرکال غټ تاوانونه کوي، ځکه تورخم کې ګرمي ده او دا مال خرابېږي.»

موټر چلوونکی نبي وايي: « په موټرو کې سبزۍ بار دي، لاره یې بنده کړې او ټول خراب شول. موږ غوښتنه دا ده چې یا دې په تورخم کې سم کانکرېټي دېوال ووهي او یا دې دا لاره خلاصه کړي.»           

هڅه مو وکړه د سوداګرو او موټر چلوونکو د یادو ستونزو او شکایت په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو نظر له ځان سره ولرو؛ خو زموږ پرله پسې اړیکو ته یې ځواب رانه ‌کړ. 

موټر چلوونکي داسې مهال تورخم بندر کې د پاکستاني پولیسو له لوري د درول کېدو شکایت کوي چې د راپورونو په اساس، تېر کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې بندر له لارې شاوخوا ۱.۶ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات او واردات شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist