Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې صنعتکاران: د برېښنا کموالي مو د تولید کچه ټیټه کړې

کندهار کې صنعتکاران: د برېښنا کموالي مو د تولید کچه ټیټه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/18

د کندهار صنعتي پارک کې د ګول سیخونو د تولیدي کارخونو له لویو ستونزو یوه هم د برېښنا کمښت دی.
یادې ستونزې نه یوازې د تولید بهیر ټکنی کړی بلکې د ځینو کارخونو فعالیتونه یې بند کړی او سلګونه کارکوونکي یې بې ‌روزګاره پاتې شوې دي.

صنعت ‌کاران وایي، که دایمي برېښنا تامین شي، تولیدات به ډېر او لسګونو بې ‌کاره ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.

د ګول سیخونو د تولیدي کارخونې مسوول تور جان فضلي وايي: « سره له دې چې د برېښنا د کموالي ستونزه لرو، خو بیا هم په ورځنۍ کچه د ۶۰ ګرېډ ستندرد سیخونو له ۴۰ تر ۵۰ ټنو تولید لرو. له موږ سره ۱۵۰ تنه کاګران پر کار بوخت دي، خو که د برېښنا ستونزه مو هواره شي، کولی شو تر ۳۰۰ تنو په کار وګمارو. موږ له حکومت د دې ستونزې هوارولو غوښتنه کوو.»

له دې سره، د پانګونې نه شتوالی هم د دې برخې لپاره یوه بله جدي اندېښنه ده.

په کارخونو کې بوخت کارکوونکي وایي، که دولت او خصوصي سکټور په صنعت کې زیاته پانګونه وکړي، کارخونې نه یوازې خپل تولیدات زیاتولی شي بلکې ډېرو ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د کارخونې یوتن کارګر جلال وايي: « ډېر خوښ یم چې دلته راته د کار زمینه برابره ده او د خپل کور ترڅنګ کار کوم. زه له سوداګرو هیله کوم چې خپل وطن کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

یوبل کارګر شریف‌الله وايي: « زه ډېر خوښ یم چې د کار زمینه راته برابره شوې، زه له دې وړاندې وزګار وم او ډېرې ستونزې مې لرلې. زه هیله لرم زموږ شتمن کسان دا ډول نورې کارخونې هم جوړې کړي، ترڅو ځوانان په کارونو بوخت شي.»

په ورته مهال، د کندهار د صنایعو او کانونو  خونې مسوولین هم د دې ستونزو پخلی کوي او وایي، د برېښنا کمښت د کندهار صنعت لپاره لویه ننګونه ده.

هغوی زیاتوي، هڅې روانې دي چې د برېښنا رسونې بنسټونه ښه شي او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا ستونزه په بشپړ ډول حل شي.

د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مسوول سید سرور اماني وايي: « له کجکي برېښنا بند د نوي لین انتقال دی چې په دې سره به برېښنا قوي او زیاته شي. موږ کولی شو د دې لین په بشپړېدو سره د کجکي ټوله برېښنا د کندهار تر صنعتي پارک پورې ورسوو. همدارنګه د کندهار سب سټېشن کارونه پای ته رسېدلي او په زابل کې د یوه سب سټېشن د جوړېدو کارونه روان دي. کله چې دا هم بشپړ شي، کندهار به له وارداتي برېښنا سره هم ونښلول شي.»

سره له دې چې د ګول سیخونو تولیدي صنعت په کندهار کې په وروستیو کلونو کې نسبي وده کړې، خو د اسانتیاوو نه شتوالي په ځانګړي ډول د برېښنا کمښت لاهم د دې صنعت د بشپړ پرمختګ مخه نیولې.
صنعت ‌کاران وایي، که دا خنډونه لرې شي، د کندهار اقتصادي وده او د کار زمینه به په بې ساري ډول لوړه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist