د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پر مشرۍ پلاوی قرغېزستان ته له رسېدو سره سم، په بېشکېک کې د دې هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ له وزیر، باکیت صدیکوف سره لیدلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي، په دې کتنه کې د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه د خبرو ترڅنګ، دوه مهم سوداګریز سندونه هم لاسلیک شوي.
په لیدنه کې د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر ژمنه کړې چې د سوداګرو د وېزو اسانول، د افغان سوداګرو لپاره د بانکي او ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي:« په دې کتنه کې د قرغېزستان جمهوریت د بلنې منلو او په اقتصادي فورم کې د ګډون په اړه له افغان پلاوي د مننې ترڅنګ، افغان سوداګرو ته د تجارتي وېزو صادرولو په تړاو د اسانتیاوو جوړولو او د بانکي او ټرانسپورټي اړیکو پراخولو په اړه ژمنه وکړه. همدارنګه په دې ناسته کې دواړو غاړو د تجارتي همکاریو او دغه راز د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت او د قرغېزستان د اقتصاد تجارت وزارت ترمنځ د همکاریو ډېرېدو په اړه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.»
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ګډې سوداګریزې شورا د جوړولو، مخامخ او آنلاین غونډو، د ګډې کاري ډلې د جوړولو، د سوداګریزو مرکزونو جوړولو لپاره د مېکانېزم پر ایجادولو، د اقتصادي غونډو او نندارتونونو پر جوړولو، په افغانستان کې د ګډې پانګونې خونې پر ایجاد، د دوه اړخیزو ټرانزیټي دهلېزونو پر رامنځته کولو هوکړه کړې او د سوداګرۍ او ټرانزیټي پراختیا تړونونه لاسلیک شول.
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې ریيس عبدالجبار ساپی وايي: « هم په تجارتي، هم په صنعتي او هم د پانګونې په برخه کې ډېر مهم دي چې موږ له هر هېواد سره هوکړې او تجارتي تعامل ولرو، دا د افغانستان پر ګټه دي. زه د صنعت او تجارت وزارت له مشرتابه مننه کوم چې ډېرې هلې ځلې یې کړې دي او ښې لاسته راوړنې لري.»
ټاکل شوې نورالدین عزیزي د دې سفر په لړ کې پر یو شمېر مهمو لیدنو سربېره، د قرغېزستان په ایسیک کول اقتصادي فورم کې هم ګډون وکړي.
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي یاد تړونونه د راکړې او ورکړې په برخه کې لوی ګام بولي او په خبره یې، د منځنۍ آسیا له هېوادونو او په ځانګړي ډول له بېشکېک سره سوداګریزه وده د دواړو هېوادونو پر ګټه ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: « موږ په دې هیله یو او ضرورت لرو چې له شمالي ګاونډیانو سره مو تجارت زیات شي؛ ځکه په پاکستان او نورو ځایونو کې موږ ته ستونزې پیدا کېږي او موږ باید بدیلي لارې ولرو. زموږ لپاره غوره بدیلې لارې، مرکزي آسیا ده.»
له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په قرغېزستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره د هغوی د ستونزو اورېدو او د پیغامونو او وړاندیزونو ترلاسه کولو په موخه وکتل.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، عزیزي د دولتي ادارو له هر اړخیزې همکارۍ او د افغان چارواکو له لوري د راستنېدونکو او افغان پانګه والو د هرکلي په ټینګار، له هغوی وغوښتل چې خپل هېواد ته راستانه شي او د خپلو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.
د قرغېزستان اقتصادي فورم د منځنۍ اسیا او سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې جلبولو لپاره یوه مهمه سیمه ییزه ناسته بلل کېږي، د سرپرست حکومت پر پلاوي سربېره، د افغانستان خصوصي سکټور استازي هم په کې ګډون کوي او د ټرانزیټ، انرژۍ، کرنې او د سیمه ییزو بازارونو د پراختيا په برخه کې د همکاريو زياتوالي په څېر موضوعات څېړل کېږي.