د کندهار سرپوښ بازار د افغانستان له لرغونو بازارونو دی چې دوه نيمې پېړۍ وړاندې د کندهار د وخت والي سردار کهندل خان په امر د کندهاري معمارانو په لاس جوړ شوی.
سرپوښ بازار د کندهار ښار په منځ کې موقعت لري او په خښتو پوښل شوی. دا بازار د ننوتلو څلور لارې لري چې شاه بازار، کابل بازار، بامیزو کوڅه او دويمه بامیزو کوڅه يې نومونه دي.
دغه بازار پر لرغونتوب سربېره له دې امله هم خورا مشهور دی چې مخکې د کندهار د لاسي صنعت او په ځانګړې توګه د کندهارۍ خوليو د تولید او پلور لوی مرکز و.
د کندهار اوسېدونکي وايي، مخکې په سرپوښ بازار کې هر ډول اصلي کندهارۍ څپلکې، واسکټونه، بوټان، خامک غاړې، خولۍ، څادر او داسې نور لاسي او فرهنګي توکي پلورل کېدل.
د سرپوښ بازار وکیل میروېس لودین وايي: « سرپوښ یو تاریخي بازار دی، د افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار په تاریخ کې ښه نوم لري. دا بازار کهندل خان جوړ کړی او د هغه په نامه جامعه هم په کې شته ده، خو ورته موی مارک جامعه ویل کېږي.»
د سرپوښ بازار دوکاندار فضلي احمد وايي: « په دې بازار کې رختچینې او غاړې خرڅېږي، همدارنګه پټوګان دي، صدرۍ دي او نور لاسي توکي. د بازار دا بل اړخ ته خبافي بازار وايي، په هغه بیا موچڼې، چوټې او بوټان خرڅېدل، خو اوس هغه بازار هم د دې په شان ګډوډ دی.»
په دې بازار کې ځينو هټیوالو ته دوکانونه له خپلو پلرونو او ان نیکونو ورپاتې دي.
دوی وايي، سرپوښه تاریخي بازار ته د بهرنيو سیلانیانو په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولایتونو خلک ورځي او د بازار د لیدنې ترڅنګ د خپلې اړتیا وړ توکي په کې پلوري.
د هټیوالو په خبره، پخوا به په یاد بازار کې یوازې د کندهار لاسي صنایع پلورل کېدل، خو اوس ځینې ماشیني توکي هم په کې پلورل کېږي.
هټیوال سید نبي وايي: « دلته رختچینې، لونګۍ، صدرۍ، بوټان او نور شیان خرڅېږي. مخکې د کندهار جوړې رختچینې وې او پاکستانۍ نه وې. دلته د ټول افغانستان خلک سودا اخلي، حتا بهرنیان هم د سیل لپاره راځي.»
هټيوال خان وايي: « کندهار ته چې بهرني سیلانیان راشي، د دې بازار لیدنه حتمن کوي؛ ځکه دا ډېر پخوانی او تاریخي بازار دی او په کتابونو کې یې یادونه شوې. دا زموږ توکي ډېر مینه او ښه بازار لري.»
تاریخ پوهان وايي، یاد بازار دوې برخي لرلې چې یوه یې د خفافي په نوم وه او خلکو به څپلکي، بوټونه او موچڼې په کې پلورلې او دویمه برخه يي سمساري په نوم وه چې واسکټونه، لاسي غاړي او لاسي خولۍ به په کې پلورل کېدې.
د دوی په خبره، د یاد تاریخي بازار یو شمیر ځایونه ویجاړ شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.
تاریخپوه استاد حیات الله رفیقي وايي: « دلته به موچڼې، بوټونه، چپلکې او نور شیان خرڅېدل او خفافي بازار یې ورته ویل. دا بل اړخ چې شاه بازار ته وتلی، هغه ته یې سیمساري بازار ویل. په هغه وخت کې صدرۍ، غاړې، ګلاباتوني کندهارۍ خولۍ په کې خرڅېدل؛ اوس هم په کې خرڅېږي. دا بازار له هغه وخت راهیسې شته او ډېر تاریخي بازار دی او باید وساتل شي. اوس چې زه وینم د دې بازار ځینې برخې تخریب شوې دي، ښاروالي او حکومت باید پاملرنه ورته وکړي.»
د سرپوښه بازار په یوه خوا کې د موی مبارک په نوم یوه جامعه هم شته چې د تاریخي روایتونو له مخې، احمدشاه بابا له بخارا د خرقې شريفي راوړلو وروسته له هندوستان د حضرت محمد(ص) د ږيري ورېښته راوړل چې د کندهار په زړه جامعه کې چې هغه وخت د کاکړ ملايانو په لاس کې وه، په درنښت کېښودل شول.
وروسته بيا سردار کهندل خان دغه وېښتان د کندهار هغې جامعې ته راوړل چې ده تازه پر خپله شخصي نیم جریب ځمکه جوړه کړې وه. له هغې وروسته دا جامعه په موی مبارک مشهوره شوه.
د دې لپاره چي د تدریس او امامت چاري ښې ترسره شي، د جامعې شا وخوا دوسوه دوکانونه یا سرپوښه بازار هم ورته وقف شوی، ترڅو د عایداتو څخه یې د موظفو کسانو اړتیاوي پوره شي.