Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان بانک: د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره متوازن او معقول سیاست تعقیبوو

د افغانستان بانک: د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره متوازن او معقول سیاست تعقیبوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/24

د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام په لړ کې  د چهارشنبې پر ورځ د افغانستان بانک چارواکو د حکومت د رسنیو مرکز کې خپلې یو کلنې لاسته راوړنې تشرېح کړې.

د دې بانک لومړي مرستیال د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات لپاره د متوازن او معقول سیاست تګلارې پلي کول مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې د تېر یوه کال راهیسې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د همدې تګلارې له مخې  د ۰.۷۹ سلنې په پرمختګ سره خوندي ساتل شوی.

صدیق الله خالد د مرکزي بانک له خوا په سوداګریزو معاملاتو کې پر افغانیو پېر او پلور او په انفلانسیون کې د اړتیا وړ کچې احتکار مخنیوی د افغانیو د ثبات مهم لاملونه یاد کړل.

خالد په دې اړه وايي: « په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د معقولو پولي سیاستونو د تطبیق په پایله کې د افغانستان بانک وتوانېده چې د افغانیو له ارزښت په ښه ډول ساتنه وکړي او د انفلاسیون کچه په مطلوب حد کې وساتي. د بازار د شرایطو د دقیق تحلیل، د اسعارو بازار د مناسب مدیریت، د پیسو د عرضې او تقاضا د تنظیم او د پولي او مالي سیاستونو د همغږۍ له امله د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۰.۷۹ سلنه مثبت تغییر درلود.»                         

د دې بانک لومړي مرستیال دغه راز وویل، تېر کال بازارنو ته له ۴۱ میلیاردو زیات د افغانیو نوي بانک نوټونه وېشل شوي او د همدې کال په لړ کې ۵ میلیارده زاړه بانک نوټونه راټول او له منځه وړل شوي دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال په دې اړه وايي: « په تېر کال کې د مشتریانو د پیسو اخیستلو محدودیتونه هم راکم شوي. اوس خلک کولی شي په اوونۍ کې ۳۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې یو میلیون افغانۍ له خپلو حسابونو ترلاسه کړي. په ډالري حسابونو کې دا کچه په اوونۍ کې ۵ زرو ډالر او په میاشت کې ۱۵ زره ډالرو ته لوړه شوې ده. په ورته وخت کې د پیسو د نړیوال انتقال په برخه کې هم ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د پیسو د نړیوالې لېږدونې یا ټي.ټي د پروسې طی مراحل چې مخکې به د افغانستان بانک له لارې ترسره کېدل، اوس سوداګریزو بانکونو ته سپارل شوي دي.»

صدیق الله خالد د افغانستان بانک له لوري له بانکي حسابونو د زیاتو پیسو ترلاسه کولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول او پر نړیواله کچه د سوداګرو لپاره د پیسو په انتقال کې د یو لړ محدودیتونو لرې کول هم د دې بانک له یو کلنو مهمو لاسته راوړونو وګڼل. 

د خالد په خبره، د پیسو چټک انتقال او سوداګریزو معاملاتو لپاره شخصي بانکونه ته له ۲۰۰ نړیوالو بانکونو سره د سوداګریزو اړیکو او پیسو انتقال زمینې برابرې شوې دي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال زیاتوي: « همدارنګه په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د افغانستان بانک له شپږو زونونو نږدې ۵ میلیارده مندرېس بانک نوټونه راټول او له ګردښت ایستلي دي. دا کار له بازار د مندرېسو بانک نوټو راټولونې او د پیسو جریان د منظم ساتلو لپاره ترسره شوی دی.»

د افغانستان بانک چارواکي د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې وايي، اوس مهال له  ۳۸۸ میلیاردو زیاتې افغانۍ په سوداګریزو معاملاتو او آزاد بازار کې کارول کېږي او ۴۶ میلیارده افغانۍ د بسپنې په توکه خوندي شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان خصوصي سکټور ترمنځ ۱۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

مې 12, 2026
په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې
اقتصاد

په لومړي ځل له هراته عراق ته د افغانستان جوړې جامې صادرې شوې

مې 11, 2026
کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ
اقتصاد

کانونو وزارت کندز کې د سرو زور استخراج تړون لاسلیک کړ

مې 11, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې
اقتصاد

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist